په پام کې ده په کندهار کې د ماشومانو لپاره ځانګړې مجله (اکو-بکو) په څو ورځو کې چاپ شي.
د دې مجلې مسوولين وايي هڅه کوي دا مجله د کندهار د شا و خوا ولايتونو تر څنګ نورو سيمو ته هم ورسوي.
تر دې مخکې هم په افغانستان کې د ماشومانو لپاره ځينې مجلې پيل شوي، خو زيات دوام يې نه دى کړى؟
صالح محمد صالح د اکو-بکو مجلې له موسس غوث الدين فروتن سره مرکه کړې او په سر کې يې پوښتلى: دا مجله به څه خپروي؟