خبرونه
د یو شمېر هېوادونو ارتودوکس مسیحیان نن ماښام کرسمس جشن لمانځي
د روسیې، ګرجستان، سربیا، اوکراین او یو شمېر نورو هېوادونو ارتودوکس مسیحیان به نن ماښام د کرسمس جشن ولمانځي.
مذهبي ارتودوکس مسیحیان به نن یوه میاشتنۍ روژه هم بشپړه کړي.
د روژه ماتي مراسم به یې هم نن ماښام، د لومړي ستوري له را ختلو سره پیل شي.
نن ماښام به د نړۍ په لږترلږه ۳۰ زره ارتودوکسو کلیساووکې چې د روسیې له ارتودوکسې کلیسا سره اړیکې لري، دا مراسم ولمانځل شي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
جرمني کې پولیسو یوه بریدګره ښځه ووژله

د جرمني پولیسو یوه ښځه وروسته له هغه په مونیخ ښار کې په ډزو وویشتله چې په دوو نورو کسانو یې د چاقو حمله کوله.
دې دېرش کلنې ښځه وروسته په روغتون کې ساه ورکړې.
د جرمني خبري اژانس ډي پي اې راپور ورکړ چې د شنبې په ورځ دې ښځې په ترزینویزه سیمه کې پر یوه سړي او یوې ښځې د چاقو حمله وکړه.
د بایرن ایالت د پولیسو ویاند وویل چې د بریدګرې ښځې له خوا دا سړی او ښځه سطحي ژوبل شوي.
د برید انګېزه لا روښانه نه ده.
د کابل کمپنۍ بازار کې پراخه اور لګېدنه

نن سهار د کابل د پنځمې ناحیې په کمپنۍ بازار کې یو لوی اور لګېدلی.
د راپورونو په اساس اور د لاسي توکو او لیلامیو په مارکېټ کې لګېدلی.
د مرګ ژوبلې یا احتمالي زیان په اړه کوم راپور نشته.
په خواله رسنیو د دې اور ګڼې ویډیوګانې خپرې شوي چې ښيي د اور لمبې نورو سیمو ته هم پراخیږي او تر ډېره لوړه لوګی هوا ته پورته شوی.
په ویډیوګانو کې د ځینو وړو چاودنو غږونه هم اورېدل کېږي چې ښايي د وړو ګاز ډبو د چاودنو وي.
د اروپايي ملتونو د فوټبال پایلوبه کې هسپانیه او پرتګال سره مخ دي

هسپانیه او پرتګال به نن شپه د اروپايي ملتونو د فوټبال اتلولۍ لیګ پایلوبه کې سره مخ شي.
دا په زړه پورې لوبه د افغانستان په وخت د شپې په ۱۱:۳۰ بجو پیلیږي.
تر لوبې مخکې ګڼو خلکو د فوټبال له وتلي ستوري کریستیانو رونالډو سره د ځوان او تکړه لوبغاړي لامین یامال د مخ کېدو په اړه څرګندونې او مقایسې کړي دي.
رونالډو بیا په یوه کنفرانس کې وویل چې پر لامین باید د خلکو زیات فشار نه وي او هغه پرېښودل شي چې خپله لوبه وکړي ځکه ډېر استعداد لري.
فرانسه او جرمني به هم د دریم مقام لپاره سیالي وکړي.
د دوی لوبه بیا د افغانستان په وخت د ماښام په پنځه نیمو پيلیږي.
کلفورنیا کې د کډوالو د نیولو ضد مظاهرې په تاوتریخوالي اوښتي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون شنبه په کلفورنیا ایالت کې د کډوالۍ د قوانینو ضد پراخو مظاهرو د کنټرول لپاره د ملي ګارد دوه زره سرتیري واستول.
اسوشیتید پریس خبري اژانس لیکلي چې د کلفورنیا په لاس انجلس ښار کې دویمه پرله پسې ورځ هم خلکو مظاهره وکړه.
دغه مظاهرې د جمعې په ورځ وروسته له هغه پيل شوې چې د امریکا د کډوالۍ او ګمرک ادارې کارکوونکو ۴۴ تنه د کډوالۍ نړیوالو قوانینو د سرغړونې په تور په یو لړ عملیاتو کې ونیول.
په خپرو شویو ویډیوګانو کې ښکاري چې پولیس له مظاهره چیانو سره په شخړه اوښتي او د هغوی په ضد اوښکې بهونکی ګاز کاروي.
په امریکا کې د کډوالو نیول داسې مهال پیل شوي چې د ډونالډ ټرمپ اداره غواړي د خپلو ټاکنیزو کمپاینونو هغه ژمنه پر ځای کړي چې د کډوالو د ډله ییز اخراج په اړه یې کړې وه.
غزه کې تازه ۳۶ فلسطینیان او یو لوړپوړی اسلامپاله مشر اسد ابو شریعه وژل شوی دی

د غزې د مدني دفاع په نوم یوه ځایي بنسټ ویلي چې اسراییلي سرتیرو پرون ۳۶ تنه فلسطینیان وژلي دي.
فرانس پریس خبري اژانس د شنبې په ورځ د دغه بنسټ په حواله ویلي، شپږ تنه هغه مهال په ډزو ووژل شول چې د امریکا له ملاتړه برخمنې یوې موسسې له خوا د مرستو اخیستو ته راټول شوي وو.
د اسراییل پوځ فرانس پریس ته ویلي، د دوی سرتیرو په رفح کې هغه مهال مرستې ته په راټولو شویو زرګونه کسانو " اخطاریه ډزې " وکړې چې د دوی سرتیرو د خطر احساس وکړ.
غزه کې د نورو وژل شویو فلسطینانو په اړه خبر کې جزیات نه دي ورکړل شوي.
د اسراییل پوځ د شنبې په ورځ ادعا وکړه چې د غزې په عملیاتو کې يې د اسد ابو شریعه په نوم حماس ته د یوې نژدې اسلامپاله ډلې مشر وژلی دی.
د روسیې تاس خبري اژانس بیا لیکلي چې حماس د ابو شریعه وژل تایید کړي دي.
حماس چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په ۷مه یې پر اسراییلو پراخ برید وکړ او له کبله یې د غزې جګړه پيل شوه، د امریکا او اروپایي ټولنې له خوا د ترهګرو په توګه پیژندل کیږي.
کابل کې د شدیدې وچکالۍ خبرداری، له وړاندې د ښار ډیر اوسیدونکي له پاکو اوبو محروم شوي

د مرسي کورپس په نوم یوه نړیواله موسسه وایي، د افغانستان پلازمېنه کابل په جدي ډول د اوبو له کمښت سره مخامخ دی.
دغې موسسې په تازه څیړنه کې چې بریتانوۍ ګارډین ورځپاڼې پرون شنبه د جوزا په ۱۷مه خپرې کړي ویلي، که وضعیت همداسې دوام وکړي، کابل به ۲۰۳۰ پورې له بشپړې وچکالۍ سره مخامخ شي.
مرسي کورپس د کابل د اوسنیو وګړو شمېر ۷ میلیونه ښودلی.
د دوی په څيړنه کې راغلي چې د هوا ککړتیا او چټلو اوبو د کابل تر ځمکې لاندې اوبه هم خرابې کړي او خلک همدا اوس پاکو اوبو ته په لاس رسي کې له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي.
تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو د میشتیدنې پروګرام (UN Habitat) ویلي و چې په ټول افغانستان کې ۲۱ میلیونه کسان پاکو اوبو ته لازم لاسرسی نه لري او په وینا یې دې برخه کې لویې پانګونې ته اړتیا ده.
د اوکراین پر خارکیف ښار د روسیې په تازه بریدونو کې ملکیانو ته مرګژوبله اوښتې ده

روسیې تیره شپه د اوکراین پر دویم لوی ښار خارکیف پراخ هوايي بریدونه کړې دي.
اوکرایني چارواکو ویلي، له ۲۰۲۲کال راهیسې دا پر خارکیف تر ټولو پراخ بریدونه دي.
د خارکیف ښاروال وايي، په بریدونو کې درې کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.
په سیمه کې یوې عیني شاهدې ازادي راډیو ته وویل، "دلته یوې ښځې په چیغو د مرستې غوښتنه کوله، لور يې په اتم پوړ کې بنده پاتې وه. شکر خدایه چې ژغورونکو وکولی شو چې ځان وروسوي، ډیر زیات دود وو، نفس اخیستل ممکن نه وو".
روسیې پرون جمعه د اوکراین پلازمینه کیف په هوايي بریدونو کې په نښه کړی وه چې ملکیانو ته په کې مرګژوبله اوښتې وه.
مردان کې د ګازو ډبې په چادونه کې د یوې کورنۍ شپږ غړي وژل شوي دي

د خیبرپښتونخوا په مردان سیمه کې د ګازو ډبې په چادونه کې د یوې کورنۍ شپږ کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
په سیمه کې د ژغورنې اداره وايي، چادونه پرون سهار رامنځته شوې چې له کبله يې دوه منزله کور نړیدلی دی.
د دې ادارې په خبره، په وژل شویو کې دوه ماشومان شامل دي.
په پاکستان کې د تودې هوا له کبله د ګرمۍ په موسم کې وخت ناوخت د ګازو ډبې چادونې کیږي، چې له وړاندې په ورته پېښه کې د پاکستان د پارلمان پخوانی غړی عباس اپریدی وژل شوی و.
د طالبانو لوی مشر؛ شتمن افغانان دې د بې وزلو لاس ونیسي

د طالبانو لوی مشر ملا هبت الله اخندزاده نن شنبې د کندهار په عیدګاه جوکات کې د اختر له لمانځه وروسته په وینا کې په افغانستان روان اقتصادي وضعیت ته په اشارې وویل، "شتمن افغانان دې د بې وزلو لاسنیوی وکړي".
د هغه په ټکو، نړیوال د افغانانو ضرورتونه پوره کولی نشي او اړتیا ده چې سوداګر او شتمن د بې وزلو کسانو لاس ونیسي.
د ملګرو ملتونو او یو شمیر نورو نړیوالو ادارو د شمیرو د افغانستان له نیمي نفوس څخه ډير افغانان عاجلو بشري مرستو ته اړمن دي.
هبت الله وړاندې په خپله وینا کې د کابل په ګډون د افغانستان په ټولو ولایتونو کې د سوالګرو او په مخدره توکو د اخته کسانو پر راټولو تاکید وکړ.
هبت الله اخندزاده له بزګر هم وغوښتل چې نشه توکې او د کوکنارو له کښته دې ځان وساتي.
اخندزاده د طالب چارواکو په ګډون له ټولو عامو افغانانو وغوښتل چې د دوی "مجاهدینو" لارښونې عملي کړي.
د طالبانو د حکومت د امری بالعمروف په نوم یو شمیر کارکوونکي عام افغانان په ځانګړې توګه ښځې په عامه ځایونو کې دروي او د اسلامي شرعي احکامو د عملي سپارښتنې ورته کوي.
د طالبانو لوی مشر چې د اخترونو په ګډون په ځانګړو ورځو کې يې یوازې ویناوې خپریږي، نه يې تراوسه چا کوم انځور لیدلی او نه ډیر د خلکو په منځ کې راښکاره کیږي.
د نیویارک یوې محکمې د نشه يې توکو یو قاچاقبر ته د ۱۶ کاله زندان سزا اورولې ده

د نیویارک یوې محکمې پرون جمعه د اصف حفیظ په نوم یو پاکستانۍ وکړی د مخدره مواد د قاچاق په تور په ۱۶کاله زندان محکوم کړی دی.
۶۶کلن حفیظ چې کالونه يې په لندن کې ژوند کړی او د برټیانیايې له شاهۍ کورنۍ سره يې راشه درشه درلوده، د پولو لوبې د یو مشهور کلب سفیر و.
راپورونه وايي، که څه هم هغه په لندن کې د یو کلب سفیر و، خو په پټه يې له خپله کوره د مخدره موادو د قاچاق کاروبار کاوه.
امریکايي چارواکو ویلي، حفیظ په نړۍ کې د نشه يې توکو مشهور قاچاقبر او په دې برخه کې يې د جرمونو له کبله د سلطان په نوم شهرت درلود.
دغو چارواکو وړاندې ویلي، هغه به له پاکستان او هند څخه په زرګونو کیلوګرامه هیروین، میتافیتامین، چرس او نور ورته نشه يې توکي اخیستل او د خپلې پټې شبکې له لارې به یې په ټوله نړۍ کې پلورل.
حفیظ په ۲۰۱۷ کال کې د امریکا او برټیانیا په ګډو هڅو ونیول شو او ۲۰۲۴ کال کې هغه په خپل جرم اعتراف وکړ.
حفیط به تر ۲۰۳۳کاله پورې په زندان کې وي.