ارواپوهان وایي چې د ماشوم د طبیعي زده کړې لپاره تر ټولو ګټوره لاره لوبي دي، لوبې د ماشوم استعداد او مهارت ته وده ورکوي، ماشوم له رواني پلوه خوښ ساتي او ذهن ته یې یو ډول خاص ارامښت وربخښي، کله چې ماشوم له ذهني پلوه خوښ او ارام وي له جسمي اړخه هم ښه وده کوي.
که څه هم افغانستان داسې یو هېواد دی چې د ماشومانو د لوبو لپاره اسانتیاوې په کې کمې دي خو بیا هم که کورنۍ وغواړي تر یوه حده خپلو ماشومانو ته د لوبو ځای او وسایل برابرولای شي، خو ځیني کورنۍ سره له دې چې دا کار نه کوي، بلکې ماشومان له لوبو نه منع کوي هم، کله وایي چې ځان او کالي چټلوي، کله بیا په دې نظر وي چې د لوبو لپاره وخت نشته، ماشومان باید یوازې لیک لوست وکړي، په دې ډول دوی د ماشومانو جسمي او ذهني ودې ته په لوی لاس تاوان رسوي.
د کونړ اوسېدونکې پښتنه داسې څوک ده چې په ماشومتوب کې له لوبونه منع شوې.
دا چې ماشومان د لوبو په وخت څومره خوښ وي، د کابل په خوشال خان مېنه کې له پنځه کلنې سولې سره په داسې حال کې غږېدلي یو چې د نانځکې له عکس سره یې لوبې کولې.
ځینې کورنۍ بیا ماشومان له لوبو نه وېروي، د پکتیا اوسېدونکې مینه وایي چې دا کار بیا ډېرې بدې پایلې لري.
ماشوم د ژوند د خوږو او ترخو تجربې د لوبو له لارې کوي، د کابل اوسیدونکې مېرمن فضلي وایي چې ماشوم سره باید مرسته وشي چې کومه لوبه څه وخت او څه ډول وکړي؟ نه دا چې هغه له لوبونه و وېرول شي.
وږمه چې یوه مورده وایي چې دا خپله له ماشومانو سره په لوبو کې برخه اخلي، ځکه پوهیږي چې لوبې د ماشوم په روح او روان ډېرې ښې اغېزې کوي.