د ګوړې اچار په دې خپرونه کې مو لومړی د چپراسي سالوماما هغه مطبوعاتي کنفرانس ته بیایو، چېرته چې چپراسي سالود خپل تېر یوه کال کار او شتمنۍ حساب
ورکوي!...
سالو وايي چې په تېر یوه کال کې ېې د زده کوونکو د وهلو لپاره ښوونکو ته یو د اېسلنډ موټر تنکۍ لښتې راوړي دي!
هغه وایي چې ټول کال ېې په تفریح کې ښوونکو ته چای ایشولی او له دوکانه ېې
په پور کلچې ورته راوړي دي!
هغه همدارنګه زیاتوي چې له پسرلي تر مني پورې ېې په زرګونه ځله د ټولګیو
زړې سترنجۍ څنډلي او هوارې کړي دي.
سالو وايي چې د ټول کار حاصل ېې یوه اچۍ غوا، یوه زړه خره، یو دوه جوړه زړې جامې او نور شیان دي!
ورپسې به د (فریب او دروغو ) د انرژۍ اعلان واورئ!
او په پای کې مو هغه کور ته بیایو چې د اوړو کندو ېې د فلمونو له سیډیانو ډک دی او اوس غواړي له هغو څخه دوکان جوړ کړي.
دغه سیډیانې د سړي میرمنې، لور او زامنو پټې اخستي او پټې کتلې او ساتلې وې چې هغه د چا خبره اوس ورپکار شوې.
د دې ټولو خبرو خوند په اوریدلو کې دی، واېې ورئ او خوند ترې واخلئ.
جوړوونکی : ننګیارنااشنا