وايي، یو ډاکتر ته یو ناروغ ورغی، ډاکټر د ناروغ د تبې د درجې د معلومولو لپاره د هغه په خوله کې د تبې د اندازه کولو اله ورکړه، تر څو تبه یې معلومه کړي.
ډاکټر ته زنګ راغی او په ټیلیفون یې خبرې شروع کړې، کله چې ډاکټر خبرې خلاصې کړې، نو له مریضه یې پوښتنه وکړه چې د تبې اله دې څه کړه؟
مریض ځواب ورکړ: چې هغه ګولۍ خو مې وخوړه.
ټوکه یا فکاهي د فلکلوریک ادب هغه مهم او مشهور ژانر دی چې د افغاني ټولنې هر وګړي په ذهن کې به بې شمېره پرتې وي او د مجلسونو د خندا لپاره یې استعمالوي.
د اکاډمیسن سلیمان لایق په خبره چې ټوکې له یوې سینې بلې ته په تدریجي ډول راانتقال شوي دي چې ځانګړی خوند او ارزښت یې پېدا کړی دی.
که څه هم د اسلام ستر پیغمبر په خپله ټوکې کړي، مګر د هغه د ټوکو یوه ځانګړنه دا وه چې له رښتیا او صداقت څخه ډکې وې، مګر اوس یو شمېر ځوانان له درواغو جوړې شوې ټوکې وايي.
احسان الله بیا وايي چې ډېره وخت په یو شمېر مجالسو کې ځوانان پر یو بل ټوکې کوي او همدغه ټوکې بیا د نښتې لامل ګرځي.
خو د علومو اکاډمۍ غړی اکاډمیسن سلیمان لایق بیا وايي چې په ټوکو کې باید له ډېر لوړ ادب څخه کار واخیستل شي او که دا کار وشي، نو د ډېرو ستونزو مخنیوی کېدای شي.