د ماین پاکۍ د همغږۍ د چارو رییس وایي، په افغانستان کې د جګړو دوام د هغو سیمو شمېر زیات کړی چې ماینونه او نا چاودې مواد په کې دي.
دا خبره د یاد دفتر رییس محمد صدیق راشد د ازادي راډيو د حقیقت څه دی له پروګرام سره په مرکه کې وکړه.
نوموړی وایي، دا مهال په افغانستان کې په یو زر او شپږ سوه کیلو متره مربع سیمه کې ماینونه او ناچاودې مواد شته.
له ښاغلي راشد سره د ازادي راډيو خبریال محمد قسیم سوله مل مرکه کړې ده: