د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ زمری ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۴۳

د میړه د ظلم په وړاندې نوې مبارزه!


د ګوړې اچار په دې خپرونه کې مو لومړی د لوی رییس له هرکاره! سره مرکه درته کړې ده.

هر کاره هغه چاته وايي چې رسمي کار ېې معلوم نه وي خو هر ځای مداخله کولای شي او په هرچا کولنګک کولای شي!

بیا مو د یوه کلي کلینیک ته بیایو چې خبرشئ، هلته څه تیریږي؟...هلته چې ګولۍ د خپلو طبي نومونو پرځای په نورو نومونو یادیږي،لکه د مستوګولۍ،د شیدوګولۍ، د شاتو او هګیو ګولۍ!

په دغه ډول کلینیکونو ټول تشخیصونه د ناروغ له شکایته کیږي او درمل ېې د راوړي سوغات له مخې ورکول کیږي!

بیا مو د میړه د ظلم په وړاندې د نوې مبارزې له ډوله خبروو چې اوس میرمنې د حوصلې پرځای له عریضې کار اخلي! ...په تمثیلي ټوټه کې ېې اوریدلی شئ.

جوړوونکی : ننګیارنااشنا

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:10:02 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG