ایا کله مو لیمڅی استعمال کړی؟ که مو نه وي استعمال کړی، نو حتمي به مو د لیمڅي د ارزښت او جوړښت په اړه له چا اورېدلي وي.
په افغاني ټولنه کې له ډېره پخوا راهیسې لیمڅي ته ځانګړی تبرک او ارزښت ورکول کېده او په بېلابېلو برخو کې ترې استفاده کېدله، ان تر دې چې د ځینو مقدسو کتابونو پوښونه هم ترې جوړېدل.
له ډېره پخوا راهیسې کله چې اریایان د غرونو په لمنو کې اوسیدل او تر ډېره یې د ژوند چاره کرنه او مالداري وه، نو د خپل ژوند د لومړنیو وسایلو د برابرښت لپاره یې د څاروېو له پوستکو او وړېو څخه کار اخیسته چې له پوستکو به یې یو شمېر پوستینونه او له وړېو لیمڅي جوړول.
دا ځکه چې په هغه وخت کې ماشیني انقلاب نه و رامنځته شوی، نو له همدې امله خلک اړ وو چې له لاسي توکو استفاده وکړي.
اریایانو له دغو لیمڅیو څخه د ځان ګرمولو او پټولو لپاره استفاده پیل کړه او له هماغه دمه تر دې دمه له لیمڅیو استفاده کیږي.
دا خپرونه دلته واوروئ:
جوړوونکي: محبوب شاه محبوب