که له تاسو پوښتنه وشي چې ناروغي په پیسو اخلئ؟ او یا هم کوم عمل چې درته زیان رسوي کوئ یې؟ حتمي به مو ځواب نه وي. دا ځکه چې هېڅ څوک په لوی لاس له خپل ځان سره دښمني نه کوي.
کله چې ماشوم لوبې کوي او په لوبو کې ترې داسې عمل وشي چې د هغه په زیان وي، بیا د هغه عمل تکرار نه کوي. دا ځکه چې ماشوم په دې پوهېږي چې د عمل تکرار یې په تاوان دی.
مګر مونږ لویان په دې ښه پوهېږو چې کوم کارونه زموږ او زموږ د کورنۍ په زیان دي، خو بیا یې هم ترسره کوو. د دغو زیانونو له ډلې یو هم لوګی او د هوا ککړتیا ده چې په ښار او د اوسېدنې په چاپېریال کې موږ رامنځته کړې ده.
لوګی یا دود چې تر بل هر څه ډېر ککړ وي او د ګڼو ناروغیو لامل ګرځي موږ یې په لوی لاس تولیدوو او هغه د چا خبره ناروغي په بیه اخلو.
۳۵ کلنه حمیده چې د زړه ناروغي لري وایي کله چې هوا سړه شي د زړه ناروغي یې د دود او ناپاکه هوا له وجې څو چنده زیاتېږي.
نجیبه د کابل د احمد شاه بابا مینې اوسېدونکې ده هغه وایي چې دوی خپله په تناره او نغري کې داسې څه سوځوی چې دود یې کم وي، خو د ګاونډیو لوګیو ډېر په تنګ کړي، ځکه هغوی پلاستیکونه او ربړونه سوځوي.
په کلیو کې بیا له یوې خوا د خلکو نفوس کم دی بل اکثره کسان داسې څه نه سوځوي چې هغه ډېر دود وکړي د لشکرګاه اوسېدونکی حاجي نعیم وایي چې دوی په خپله سیمه کې له دې ستونزې نه بیغمه دي.