د ګوړې اچار په دې خپرونه کې لومړی یوه خبرتیا درته لرو چې د کمیشن کارانو د اتحادېې له خوا خپره شوې ده.
ورپسې مو د سوالګرو له حاله خبروو. اوس سوالګران هم خیرات او ګدایي د ډالرو په تناسب غواړي!...مثلاً لس ګون،سلګون، او زرګون غواړي!
بیا مو د اوونۍ فال ګورو، ځکه اوس چې د ټولو روزګار خراب دی نو هر سړی د خپلې ښې راتلونکې په طمعه د فال کتلو شوق کوي!
مثلاً د یکشنبې په ورځ زیږیدلي ښوونکي دې د تنخواه د لوړیدو طمعه نه کوي ځکه ترڅو چې مشاورین وي او د هغوی لوړې-لوړې تنخواه ګانې وي نو د ښوونکو د تنخواه لوړیدو هیڅ امکان نشته.
په پای کې (بدلې ملغلرې ) درته لرو. مثلاً وای د درې شیانو په اغوستلو سره خپل زړه مه تنګوئ:
د تنګې لمنې، لنډې زیر پراهنۍ او د شواړ بالاپوش!
داسې نورې ډیرې خبرې هم شته ،چې له اوریدو وروسته خوند کوي.
جوړوونکی : ننګیارنااشنا