د هېواد پلازمینه کابل یو له هغو لرغونو ښارونو څخه دی چې لسګونه شاهانو یې په غېږ کې خوږې او ترخې شپې ورځې سبا کړي.
پردې هم سترګې پټول نه دي پکار چې پخوا د کابل ښار یو له ښکلیو ښارونو څخه و.
شاعرانو یې په شعرونو او هنرمندانو یې په خپلو خوږو نغمو کې ستاینه کړې.
چا کابل له جنت سره تشبه کړی او چا له پاریسه هم ښکلی ګڼلی.
څوک یې په ستاینه کې دومره غرق شوي چې د دنیا ټولې رنګینۍ یې ترې ځار کړي دي، خو اوس دا هر څه یوازې یوه خیالي بڼه لري.
که چېرې د اوړي په موسم کې کابل ښار ته راشئ نو له ډېرو ګردونو به خپله څېره هم ونه پېژنئ، دومره کثافات به هره خوا خواره واره ووینئ چې خپله به ورته حیران شئ او که چېرې په ژمي کې را پېښه وکړئ نو په سړکومو د تګ راتګ په وخت به د کښتۍ په فکر کې شئ، تر څو د باران په ډنډ شویو اوبو کې پوریوځئ.
اوس چې ژمی دی کله چې په کابل ښار کې باران وشي، نو په اکثرو لارو او کوڅو کې اوبه ډنډ ولاړې وي.
که په ګرمه هوا کې کثافات د بېلابېلو ناروغیو لامل کیږي په سړه هوا کې بیا له ناروغیو سره یوه بله ستونزه چې رامنځته کوي هغه په عامو لارو کې د ویالو بندول دي کله چې ویالې بندې شي د اورښت په وخت اوبه سړکونو ته راپورته کیږي بیا هماغه وي چې موټرو ته لارې بندوي.