مورې دم ګري له مې بوزه
زه تور خامار د زړه په سر خوړلې یمه
د اخوند موسی زیارت ته مار چیچلي راځي او د دم په زور له خپله بدنه د مار داخل شوي زهر وباسي.
د اخوند موسی زیارت چې ډېری خلک یې د اخونوسی زیارت بولي، د ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد ښار ختیځ ته په ۳۵ کیلومترۍ کې د بټي کوټ په ولسوالۍ کې پروت دی.
دغه زیارت د بټي کوټ ولسوالۍ د پخواني بازاز په لویدیځه څنډه کې پروت دی او له بازاره ورته یوه نرۍ لاره راتېره شوې ده.
په زیارت کې یو لوی او څو کوچني قبرونه موجود دي او د لوی قبر پر سر د خوردې مالګه موجوده ده.
ویل کیږي چې دا لوی قبر د اخوند موسی بابا دی، ټول زیارت د شنو ونو سیوري نیولی او له مقبرې سره په خوا کې شنې جنډې هم تر سترګو کیږي، مقبرې نه څو قدمه وړاندې یو پخوانی جومات هم ترسترګو کیږي.
دا خپرونه دلته هم اورېدلی شئ:
جوړوونکی: محبوب شاه محبوب