له مشرانو به مو هرو مرو دا دُعا اوریدلي وي چې وایي: خدای دې له اور او اوبونه وساته.
که څه هم اور او اوبه ډیرې ستونزې حل کوي او شتون یې ضروري دی، خو د دواړو د کارولو په وخت لږ بې غوري هم د انسان ژوند اخیستلی شي.
تیرکال د استقلال د روغتون مسولو کسانو ویل، چې دوی ته هره ورځ لس تر دولسو هغه کسان وروستل کیږي چې د اور بلولو په بېلابېلو وسایلو سوځیدلي، خو سږکال د سوځیدلو کسانو په شمېر کې زیاتوالی راغلی اوس هره ورځ کې له ۲۰ نه تر ۳۰پورې سوځیدلي ناروغان روغتون ته مراجعه کوي.
دوی یې علت بې کیفیته د سوند توکي، ګازي ډبې، ګازي بخارۍ او تر ټولو زیات د کورنیو بې غوري چې له خپل ژوند سره یې کوي یادوي.
د بګرام اوسیدونکی حاجي نورخان او د کابل اوسیدونکی میرویس وایي، هوا ورځ تر بلې سړیږي، نو د سوند موادو او هغو وسیلو ته چې خونې تودوي ضرورت دی، خو دوی د لږې بې پروایې له وجې د دې پرځای چې کوټې ګرمې کړ ، ځانونه یې سوځولي.
دا چې څه ډول سوځیدل ډیر خطرناک دي او د مرګ لامل کیږي، د استقلال په روغتون کې مو له هغو ډاکترانو نه پوښتلي چې د سوځیدلو کسانو درملنه کوي.
هغوی د انسان سوځیدل په درېیو درجو ویشي، لومړی او دوهمه درجه سوځیدل د درملنې وړ دي، خو د دريېمې درجې د روغیدلو امکان لږ وي.
۱۷ کلن ګُل خان وایي چې له سوځیدلونه یې ډیر وخت تیر شوی خو اوس هم چې ګرځي له زخمونو یې وینې راځي.