په روانه خپرونه کې د ښځو په یو مالي حق یانې میراث خبرې کوو، په ځانګړې توګه د هغو نجونو په میراث چې ورور ونه لري او د پلار مال یې ټول دوی ته پاتې وي.
ځینې کورنۍ له دې نجونو سره زور زیاتې کوي، د میراث په خاطر یې واده کولو ته نه پریږدي او یا یې جبري واده ته مجبوروي، دا چې د اسلام له نظره دا موضوع څنګه ده او خپله میرمنې په دې اړه څه وایي، په خپرونه کې به یې واورئ:
میراث هغه مال ته ویل کیږي چې د متوفی له مړینې وروسته د هغه د کورنۍ غړو ته پاتې کیږي او ښځه هم د شرعي احکامو مطابق په دې مال کې شریکه ده خو، زموږ په ټولنه کې میرمنو ته په ډیرو کمو مواردو کې د میراث حق ورکول کیږي، ان په ځینو سیمو کې که یوه میرمن د خپل میراث غوښتنه وکړي نو د کورنۍ غړي یې دا خبره ډیره بده مني او له هغې سره مخالفت کوي، کله چې په یوې کورنۍ کې پلار وفات شي، زوی ونه لري او لورګانې ترې پاتې وي نو په دې وخت کې میراث د نجونو ترمنځ په مساویانه ډول ویشل کیږي،خو شته داسې کورنۍ چې نجونو ته د میراث حق نه ورکوي.
د کورنۍغړي یې د میراث په خاطر واده ته نه پریږدي او یا یې جبري واده ته مجبوروي.
د علومو اکاډمۍ د فقهې څانګې استاد نورالله کوثر وایي، میراث د ښځې حق دی بل څوک دا حق نه لري چې دې حق کې مداخله وکړي یانې د میراث حقوق په اسلامي شرعیت کې ثابت دي.
جوړوونکې:مسعوده نیازۍ