د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳ وږی ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۳۲

د ګوړې اچار خپرونه د ارګ پر امنیت راڅرخي


د ګوړې اچارپه دې خپرونه کې لومړی یو مهم خبر درته لرو او په خبر کې راغلي دي، چې د ارګ امنیت د شپې له خوا د لاسي کراچیو د زرهداره قول اردو په واسطه
ساتل کیږې او پیره داران او ګزمه کوونکي ېې ټوله شپه مست خوبونه کوي!

ورپسې مو د هغه سړي له کیسې خبروو چې د کاکا زوی ېې له بهره راغلی
او دی ېې په دې طمعه ستړې مه شي ته ورغلی، چې ډالر به ورکړي!...دا چې څه
کیږي؟...په خپله ېې واورئ.

اوپه پای کې د ځینو ورزشي ټیمونو له خوا د لوبو اعلان دراوروو چې د سولې د ټینګتیا په خاطر په لاره اچول کیږي لکه د لوی کمر دلیوانو ټیم د دشت سلسلې د کارغانو د ټیم په مقابل کې، همدارنګه نور ډیر ټیمونه په خپلو کې مسابقې سره کوي.

له لیدونکو څخه غوښتل شوي دي چې پوز بندونه او ماسکونه هم له ځان سره راوړي، ځکه چې دوړې او ګردونه به زیات وي او د لوبې لیدل به له لوڅو پوزو سره ګران وي!

جوړوونکی : ننګیارنااشنا

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:11:01 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG