د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳ وږی ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۴۷

د ځینو ځوانانو له فلمي تمرینه خبر شئ!


د ګوړې اچارپه دې خپرونه کې لومړی څو مهم خبرونه درته لرو، لکه د سیاست مدارانو د پیسه مدارۍ خبر!

او یا هم د بیان د ازادۍ له برکته په فیسبوک کې د ښکنځلو، بهتانونو، تهمتونو او
درواغو د پاچايي او په تلویزیونونو کې د سیاسي بحثونو په وخت د جنګ او یو بل ته د توهین او لاس اچولو خبر!

همدارنګه د پنځمې حوزې په مربوطاتو کې د هغو پرتو کثافاتو خبر چې نږدې ده بیرته د خلکو کورونو ته ور ننوزي!

او په پای کې د لوی روغتون د هغو موږکانو خبر، چې د حملې له ویرې ېې د ښځینه ناروغانو لوړ فشار ښکته کیږي!

ورپسې مو د هغو ځوانانو له فلمي تمرینه خبروو، چې د لومړي ځل لپاره غواړي په فلم کې کار وکړي او غټ فلمي ستوري شي.

په تمرین کې یو له ځانه امریشپوري جوړوي او بل ېې اجي دیوګن! دا چې په تمرین کې څه پیښیږي؟...له اوریدو وروسته معلومیږي.

که مو ورته ونه خندل نو بیا لاړ شئ او خپل علاج وکړئ!

جوړوونکی : ننګیارنااشنا

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:10:38 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG