د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳ وږی ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۲۱

له بد سړي سره ملګرتیا خطرناکه ده


په قرانکریم کې له نیکانو او صالح خلکو سره د اوسېدولو او ملګري امر شوی دی؛ د یوه بې لارې کس پیروي مو هم د نیکانو او صالح خلکو له ډلې نه راایستلی شي؛ بد ملګری انسان ظلم کولو ته هڅوي، بیا به د اخرت په ورځ په خپلو لاسونو خولې لګوئ او وایئ به چې افسوس زما په حال کاش فلانی مې نه وی ملګری کړی.

په یوه حدیث شریف کې ستر پیامبر (ص) فرمایي چې هر سړی د خپل ملګري په لاره روان وي؛ طبعاً له هر چا څخه ګناه او غلطي کیږي، خو په دې حالت کې به ښه ملګری د توبې او مغفرت وصیت کوي او بد ملګری به دې نورو ګناهونو ته هڅوي.

بد ملګری د توبې په لاره کې لوی خنډ دی؛ بد ملګری به دې بد کارونه درته ستایي؛ په ښو کارونو او ښو اخلاقو به دې ملنډې وهي؛ نو ځکه په کار ده چې هر انسان د خپلو ملګرو په ټاکلو کې ډېر دقیق ووسي.

د دعوت د پوهنتون استاد داود ناظم هم له بد ملګري سره ملګرتیا ډېره خطرناکه بولي هغه هم د خپلې ترور د زوی په هکله وایي چې ملګریې په چړو وهلی و.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:11:09 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG