د کابل د زوړ ښار په زړه، د ړنګ شوي بالاحصار په لمن کې یوه ډېره لرغونې کوڅه پرته ده.
کلونه وړاندې به د دغې کوڅې فضاء د مینې،سوز،ساز او ګداز په رنګینیو کې ډوبه وه.
که به کوڅې ته وردننه شوې، نو له هرې بالاخانې او کوره به د موسیقۍ له خواږه غږ سره د ماتو زړونو غږ پورته کېده او دغه غږ به دومره خوږ و، چې له لویې لارې نه به یې ستړي مسافرهم د ځان خوا ته رابلل او څو شېبې به یې د سندرو په وریښمینو ټالونو زنګول.
خو نن هماغه تنګه کوڅه بیا د سندرو له خوږو تالونو ډېره لرې پاتې شوې، د موسیقۍ غږ خو څه چې کوم سندرغاړې یې په زوره ترنم هم نشي کولی، د خرابات دغه کوڅه نن د موټرو په شور او زوږ کې داسې ورکه ده چې د ماشومانو د لوبو غږ یې هم نه راپورته کیږي.
په نولسمه پيړۍ کې کله چې د افغانستان واکمن امیرشيرعلي خان و، په افغانستان کې هنرمندان په نشت برابر وو.
د شاه دربار د سوز او ساز له رنګینیو بې برخې و، د همدې لپاره چې دربار یې د سوز او ساز په رنګینیو کې ډوب او درباریان خپله ستړیا وباسي، له هندوستانه یې یو شمېرهندي هنرمندان کابل ښارته راوبلل او همدلته یې د بالاخصار سره نږدې ورته ځایونه ورکړل.
دغه سیمه د خواجه خوردک په نوم یادېده خو کله چې هنرمندان دلته مېشت شول، نو د خرابات نوم یې پرې کېښود.
نننۍ خپرونه مو همدغې تاریخي کوڅې ته ځانګړې کړې، ملتیا مو وکړئ.
جوړوونکی: محبوب شاه محبوب