د ګوړې اچار په دې خپرونه کې لومړی د پوډرو او پوډریانود چارو له مسول سره مرکه شوې ده او دا ورڅخه پوښتل شوي دي چې ولې مو پوډریان د پول سوخته له لاندې څخه د کوټه سنګي د هوایي پله ګلدانونو ته راولیږدول؟
بله دا پوښتنه ورڅخه شوې ده چې دوی ته پوډرڅوک راوړي؟
دا ډول ډیرې نورې پوښتنې......
هم ورڅخه شوي دي چې مسول هرې پوښتنې ته غیرمسولانه ځواب ورکړی دی!...او که ېې نه منئ نو مرکه واورئ.
ورپسې مو له هغه رازه خبروو چې کله کله سړی خوشې په خوشې د هرڅه خاوند کړي خو هنر د هرچا خپل دی، وای کنز هر څوک وايي خو خو له د ملا فاروق غواړي!
موږهم همداسې یوڅه درته برابر کړي دي، په اوریدو به ېې هم حیران شئ اوهم به څه چلونه زده کړی ځکه اوس خود چلونو او چالاکۍ زمانه ده!
د پیسو پیداکولو ډیر مهم چل دی، خو احتیاط او هنر غواړي.
په دې ټولو خبرو علاوه خندا هم لري، په دې غمجن وخت کې خندا هم لوی غنیمت دی.
جوړوونکی : ننګیارنااشنا