رقیب له تور دېوه بد تر دی
په ښاپیرۍ لیلا میین دی مړ دې شينه
په لنډۍ کې مو د دېو او د ښاپیرۍ کلیمې واورېدې، حتمي به مو په ذهن کې یوه داسې بده،توره او په اخلاقي لحاظ ناوړه څېره راانځور شوي وي، چې هر څوک ترې بد وړي او بله به مو داسې یوه زړه راښکوونکي او ښایسته څېره په ذهن کې لره بره شوي وي، چې هر څوک یې د لیدلو ارمان لري.
موږ نننۍ خپرونه د دېو او ښاپیریو غېرې حقیقي جوړښت او په ټولنه کې د دا ډول کیسو ارزښت او اغیزو ته ځانګړې کړې .
د پښتني او افغاني ټولنې د بیلابیلو اوسیدونکو او پرګنو په زړونو او ذهنونو کې د دېوانو او ښاپیریو هغه خوندورې،له وېرې او هجانه ډکې کیسې پرتې دي، چې لا هم په یو شمېر سیمو کې پرې د ژمې اوږدې شپې سبا کیږي.
دا کیسې ډېری وخت له عقله لرې وي، دېوان او ښاپیرۍ د انسان له وسه لوړ کارونه ترسره کوي. دېو تل پر ښاپیرۍ میین وي او ښاپیرۍ له هغه کرکه کوي.
جوړوونکی: محبوب شاه محبوب