د افغانستان د ولسي جرګې دویم مرستیال وايي چې د افغان حکومت په چوکاټ کې دننه او بهر یو شمېرکسانو له روسیې څخه په خپل سر د تروریزم پر وړاندې د پوځي اقداماتو او مرستو غوښتنه کړې ده.
محمدنذیراحمدزي له ازادي راډیو سره په ځانګړې مرکه کې وویل چې روسیې ته یې د خپل سفر پرمهال د هغه هېواد چارواکو ته قناعت ورکړی چې حق نه لري په خپل سر په افغانستان کې پوځي عملیات وکړي.
دا چې دا کسان څوک دي؟ څه غواړي؟ ایا روسیه به له دوی سره مرسته وکړي؟
په دې اړه ازادي راډیو یو بحث رابللی چې ملیمانه دي د ولسي جرګې دویم مرستیال محمد نذیر احمدزی، اجراییه ریاست مرستیال ویاند جاوید فیصل او د سیاسي چارو کارپوه مطیع الله خروټی چې تاسې یې اورېدو ته رابولو: