په ټول افغانستان په تیره بیا په ښارونو کې اکثره کسان د دې لپاره چې د مقصدځای ته ژر ورسیږي په ټکسي کې سفر کوي، یا هم داسې وي چې په ځینو لینونو کې ملي بس او نور ښاري موټرنه وي نو ځکه عام وګړي مجبوره وي چې ټکسي ونیسي.
له ټکسیانو سره ځیني نورشخضي موټرهم لیدل کیږي چې خلک له یوځایه بل ځای ته وړي، خو کله نا کله له دغو ټکسي موټرو نه دغله هم استفاده کوي او بیا خلک په کې لوټوي.
راځو هغو کسانو ته چې دوی خپله په ټکسي کې له غلو سره مخ شوي.