رقیبان واړه په زړه تور وي
لکه په سپین ململ د تور خامک ګلونه
د دغې لنډۍ په اورېدو به مو په ذهن کې حتمي د یوه داسې سپین ټوکر انځور را زرغون شوی وي، چې د تور خامک ګلونه پرې جوړ شوي وي.
مینوالو! په نننۍ خپرونه کې مو له رقیب سره کار نشته، بلکې نن پر خامک غږیږو. تاسې به د لاسي خامک ګڼ توکې لیدلي وي، یا به مو استعمال کړي وي او که چېرې مو په خپله نه وي استعمال کړي، نو حتمي به مو په کورونو کې داسې یو توک وي چې خامک په کې شوی وي.
نننۍ ژوند په شېبو کې خپرونه کې به د خامک له تاریخ، ارزښت او د دغه لاسي صنعت له اوسني وضعیته خبر شئ.
په افغاني ټولنه کې به داسې ډېر کم کورونه وګورئ چې خامک شوي توکونه به په کې نه وي، له ډېره پخوا راهیسې کله چې په اریايي ټولنه کې له ټوکر څخه د جامو جوړولو دود پیل شو، نو په لومړیو کې د ښځو او نرانو د جامو تر منځ توپیر په ډېره سخته کېده، نو په همدې خاطر چې دا توپیر په اسانۍ وشي، د ښځو په جامو به یې خامک کاوه.
جوړوونکې: محبوب شاه محبوب