د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۵ وږی ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۳۰

د زوکام په وخت کې د ماسک کارول اړین دي


زوکام یا ریزش یوه مکروبي ناروغي ده او مکروب له یوه انسانه بل ته په ډېرې اسانۍ سره انقالیږي.

کله چې په یو شمېر کورنیو کې د زوکام ناروغي پېدا شي، ترهغه نه ختميږي چې د کورنۍ ټول غړي نه وي پرې مبتلا شي.

د هوا له سړیدلو سره سم تنفسي ناروغۍ هم ډیریږي د تنفسي ناروغیو له ډلې نه زوکام، ټوخی، سالنډۍ او داسې نورې یادولی شو.

د ډاکترانو په وینا په یوه کال کې څلور ځله ریزش یا زوکام طبیعي دی، د درې یا څلورو ورځو لپاره هر انسان نیسي، خو که چیرې له دې نه ډیر شي بیا امکان لري چې زوکام په کومې بلې ناروغۍ اوښتی وي، په داسې حالاتو کې د درملنې لپاره ډاکترته ورتلل اړین دي.

اجتماعي نزاکتونه هر وخت په تیره بیا په داسې حالاتو کې چې بل کس ته تاوان رسیږي په پام کې نیول یې ډیر ضرور دي.

د کابل اوسیدونکی رحمان او اکبرجان فولاد وایي چې ځیني کسان د زوکان په وخت دومره نژدي ورته کیني چې تنفس یې پر دوی لګیږي.

د کابل اوسیدونکې زرمینه هم وایي چې د زوکام په وخت کې د ماسک کارول نورو ته د مرض له انتقال نه مخنیوی کوي، خو ځینې کسان بیا ورباندې خاندي.

د چای او ډوډۍ خوړلو مشترک لوښي ساري ناروغیوته په ډیرې اسانۍ سره د خپریدلو زمینه برابرولي شي.

د خوست اوسیدونکی سیدولي وایي چې هغه کورنۍ چې له ګډو لوښونه کار اخلي ټول غړي یې ناروغه کیدلی شي، خو که ناروغ کس ته وویل شي چې په بیلو لوښوکې خوراک څښاک وکړي بیا خوا بدی کیږي.

د ډاکترانو په وینا دا چې د ماشوم د بدن مقاومت نظر لویانو ته کم دی ژر یې ناروغي نیسي.

د کابل اوسیدونکی زلمی مینه ناک وایي چې د کورنۍ ځینې کسان بیا ماشومان هم ځان ته نژدې ورغواړي.

هيله ده انتظار وکړئ
Embed

No media source currently available

0:00 0:11:27 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG