د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲ وږی ۱۴۰۵ کابل ۱۲:۲۵

په میرمنو کې د سایکوزس یا لیونتوب ناروغي

په روانه خپرونه کې په میرمنو کې د سایکوزس یا لیونتوب په ناروغۍ خبرې کوو چې څنګه میرمنې په دې ناروغۍ اخته کیږي؟ د تداوي لارې چارې یې څه دي او کورنۍ له هغو کسانو سره چې په دې ناروغیو اخته کیږي څه باید وکړي.

په خپرونه کې د سایکوزس په ناروغۍ اخته یوې میرمنې سره هم غږیدلي یو چې وړوکی ماشوم یی هم درلود؛ په سم ډول یې خبرې نه شوې کولای او فکري تمرکز یې له لاسه ورکړی و.

د خاکجبار ولسوالۍ یوه اوسیدونکې وایي؛ خاوند یې مسافر دی او لیورونه یې ورسره ډیره بده رویه کوي؛ نو دومره یې رواني حالت خراب شوی و چې د لیونتوب تر سرحده رسیدلې وه او داسې کارونه به یې کول چې اوس ورته حیرانه ده؛ خو دا چې اوس تداوي شوې، نو ډېره خوشاله مالومېده.

په صحت رواني روغتون کې ډاکتر ایمل ساپی د سایکوزس یا لیونتوب په اړه مالومات راکوي.

جوړوونکې:مسعوده نیازۍ

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:12:25 0:00
مستقیم لېنک

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG