په افغاني ټولنه کې پر پیریانو او د هغوي پر چارو ګڼ باور مند خلک شته. ځیني د پیریانو پر موجودیت بیخي د افراط ترکچې رسیدلي او ځینې نور خو یې بیخي له تفریطه هم ور اوښتي.
د پیریانو پر وجود ګڼ باورونه،عقیدې،کرکې،انګیرنې،متلونه او داسې نور شته.
موږ نننۍ خپرونه په افغاني ټولنه کې د پیریانو پر وجود باورنو، عقیدو او داسې نورو ته ځانګړې کړې.
د اسلامي اساساتو سره سم پیریان هم د انسانانو په څېر د خدای مخلوق دی، خو دا مخلوق په عادي حالاتو کې انسانان نه شي کتلی.
ډیری وخت د دغه مخلوق د موجودیت په اړه زموږ د ټولنې اوسیدونکي بیلابیل افراطي نظریات لري، ځینې یې ان دومره واکمن کړي، چې درجه یې ډېره لوړه شي او ځینې نور خو یې بیخي د انسان واکمنان وګڼي.
درنو اورېدونکو! دا خپرونه د ازادي راډیو پر پښتو ویب پاڼه هم اورېدلی شئ:
http://pa.azadiradio.org
او که چېرې غواړئ لیکونه راواستوئ نو په کابل کې مو د پوست بکس شمېره ده ۱۴۷۱ په کندهار کې ۲۲ په جلال اباد کې ۴ په خوست او کندوز کې ۱، ستاسې بریا زموږ هیله ده.
جوړوونکی: محبوب شاه محبوب