د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۶ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۵

په پروان کې د عبدالقهار ځمکه زورواکو غصب کړې


د انصاف په لټه کې دغه خپرونه مو د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ یوه اوسیدونکي ته ځانګړې کړې چې وايي زورواکو یې ځمکه غصب کړې ده.

عبدالقهار وايي، چې دده ځمکه د بګرام د هوايي ډګر شاوخوا سیمې کې موقعیت لري او کله چې دې وغوښتل چې خپله ځمکه له دغو زورواکو څخه ونیسي نو هغوی ډبولی دی او د پروان په حکومتي ادارو کې دده غږ څوک نه اوري.

موږ دغه ستونزه چې ولې د عبدالقهار ځمکه زورواکو غصب کړې او ولې د دغه سیمې چارواکي چوپه خوله پاتې او د ځمکې غصبونکی نه جلبوي د بګرام له امینې قومندان محمد معصوم فرزه یې سره طرحه کړه:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:07:51 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG