په حدیث شریف کې راغلي چې وایي؛ د منافق درې علامې دي، یو دا چې خبرې کوي دروغ وایي؛ بل چې ژمنه کوي نه یې عملي کوي او درېیم دا چې په امانت کې خیانت کوي.
ساینس بیا ښودلې چې دروغ داسې زهر دي چې اروایي او جسماني انرژي ضعیفه وي او د وجود دفاعي ځواک هم کمزوری کوي.
د دروغ ویلو زیات اثر په زړه باندې وي، نوځکه دروغ د زړه د نارغیو له سبب څخه شمېرل کیږي؛ دروغ ویونکی فکر کوي چې مقابل لوري د هغه په دروغو نه پوهیږي؛ خو د سترګو حرکات هیڅکله د دروغو ویلو په وخت کې په نورمال ډول عمل نه کوي؛ ولو که دروغجن په دروغو کې ۴۰ کلنه تجربه هم ولري؛ دا ځکه چې سترګې کله هم دروغ نه وایي.
مشران وایي، که غواړی چې رښتیا خبرې واوري؛ نو ماشومان پوښتئ، ځکه هغوی دروغ نه وایي.
د کابل اوسیدونکی ګل رحمان په نظر کوم ماشومان چې دروغ وایي؛ له لویانونه یې زړه کوي.
د روانشناسانو له نظره دروغ د فسادونو مور ده؛ که غواړي چې له دروغو څخه ځان وساتي نو تخریبي اثرات یې مخې ته کیږدئ.
د کندوز اوسیدونکې مرضیه هم د ماشومانو د دروغ ویلو علت د کورنۍ مشران بولي.