د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۵ وږی ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۱۶

د قرباني شرایط څه دي؟


خیر او خیرات چې په هر وخت کې وي په هغو کسانو ضرور وي چې مال داره وي؛ هغوی دومره څه ولري چې له خوار او غریب سره مرسته وشي کړی؛ قرباني هم خیرات دی او هغه کسان یې باید وکړي چې توان یی لري.

دیني عالمان وایي، کوم کسان چې بې وزله وي؛ د قربانۍ وس نه لري؛ په قرض پېسو باندې مال اخلي؛ قرباني یې نه کیږي. نو ځکه دې د قربانۍ په نوم ځان نه قرضداره کوي.

په پیل کې د علومو اکاډمۍ د اسلامې برخې کارکونکی عزیزګل ساپی د قربانۍ د مال په ځانګړتیاوو خبرې کوي.

د قرباني د غوښې ویشل ځان ته خاص شرایط لري؛ هغه داسې چې غوښه په درېیو برخو تفسیمیږي؛ یوه برخه د خوار او غریب وي؛ بله د خپل خپلوانو او درېیمه برخه د قربانۍ د خاوند حق کیږي.

خو ځینې کسان بیا د فرباني غوښه لکه څنګه چې په کار ده؛ نه ویشي یا یې ځان ته ساتي او یا یې هم هغو کسانو ته ورلیږي چې تمه یې ورته کیږي.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:10:47 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG