هغه لنډۍ ده:
یو کال به نوره درته کینم
زیارت خو نه یې چې جنډې به دې ساتمه
تر کومه به یوه میرمن د هغې دروازې د ګړب انتظار باسي چې خاوند یې پرې راننوځي؟ تر کومه به مور هغه خالي ځای ته اوښکې تویوي په کوم به یې چې مسافر ځوی ناست و او تر کومه به په شته پلار کې یو بې پلاره ماشوم له موره د پلار پوښتنه کوي؟
ایا کله مو فکر کړی چې د مسافرینو په بې سرپرسته کورنۍ څه تېریږي؟
د هېواد یو شمېر ځوانان هڅه کوي چې له هېواده بهر مزدورۍ ته لاړ شي؛ اکثره یې په کلونو کلونو مسافري کوي؛ مګر دلته یې مېرمن، ماشومان او نوره کورنۍ بې سرنوشته پرېښې وي.
هغه متل دی چې د کور ګټه د لاهور ګټه ده. خو بیا هم یو شمېر ځوانان له دغه متله پند نه اخلي او د مزدورۍ په خاطر لریو هېوادونو ته سفر کوي؛ د میرمنو او ماشومانو انتظار یې له میاشتو تېریږي په کلونو اوړي او له همدې امله یې کورنۍ او په خپله له ګڼو ستونزو سره مخ کیږي.