د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱ زمری ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۴۰

افغانستان

په خوست کې د شهید د اونۍ په مناسبت غونډه جوړه شوې

په خوست کې نن د شهید د اونۍ په مناسبت غونډه جوړه شوه.

په غونډه کې د خوست والي حکم خان حبیبي وویل؛ د شهید اونۍ یو ښه فرصت دی چې د شهیدانو د قربانیو او سرښېندنو یادونه او د هغو لپاره دعا وشي.

حبیبي له شتمنو او بډایو خلکو وغوښتل چې د شهیدانو له کورنیو او یتیمو ماشومانو سره مرسته وکړي.

د خوست والي له وسله والو مخالفینو وغوښتل چې له جګړې لاس واخلي او پرځای یې د هېواد د جوړونې لپاره ګډ کار وکړي.

په غونډه کې د خوست قومي مشرانو او جهادي مشرانو هم په هېواد کې د یووالي او ملي وحدت د ټینګښت پر اړتیا ټینګار وکړ.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

شپږیزه لیګ کې نن امو او سپین غر او وروسته بیا بست او بند امیر لوبډلې لوبه کوي

ارشیف
ارشیف

د افغانستان د کریکټ په شپږیزې لیګ کې نن سهار مهال امو نهنګان او سپین غر بازان سره مخامخ کیږي.

ماسپښین مهال بله لوبه د بست ساتونکو او بند امیر لوبډلو ترمنځ ده.

پرون د کریکټ درې وتلي ستوري محمد نبي، رحمان الله ګربز او ابراهیم ځدراڼ هم له بهرنیو لیګونو راستانه او شپږیزې کې له خپلو لوبډلو سره یوځای شول.

دغه لیګ د همدې اونۍ په سر کې پيل او د اګست تر لومړۍ نیټې پورې دوام کوي.

بغلان کې د سکرو د یوه کان ۶ تنه کارکوونکي وژل شوي دي

ارشیف
ارشیف

په بغلان کې د سکرو د یوه کان شپږ تنه کارکوونکي وژل شوي او اتلس نور ټپيان شوي دي.

د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مشر سید مصطفی هاشمي فرانس پریس ته ویلي چې پیښه پرون سه شنبه ( د چنګاښ ۳۱مه) د کان د سمڅې د ناڅاپي ویجاړیدو له کبله رامنځته شوې.

هغه ویلي، ټپيان په روغتون کې بستر شوي، خو د وضعیت د څرنګوالي په اړه یې معلومات نه دي ورکړي.

په افغانستان کې کان کیندونکي تر ډیره د خوندیتوب تجهیزات نه لري او وخت نا وخت له ورته خونړیو پیښو سره مخامخ کیږي.

د تېر کال په دسمبر کې ۲۲ تنه د سمنګان ولایت په یوه کان کې بند پاته شول، خو وروسته بیا ژوندي وژغورل شول.

جرمني ۴۳ عراقي کډوال په یوه چارتر الوتکه کې بغداد ته واستول

جرمني کې د کډوالو یو کمپ، ارشیف
جرمني کې د کډوالو یو کمپ، ارشیف

جرمني پرون سه شنبه ۴۳ عراقي پناغوښتونکي په یوه چارتر الوتکه کې له لایپزیک ښاره بغداد ته واستول.

دا په جرمني کې د تیرې فبرورۍ میاشتې له ټاکنو وروسته لومړی ځل دی چې دومره لوی شمیر کې کډوال عراق ته ایستل کیږي.

د جرمني (ډي.پي.اې ) خبري اژانس د دغه هېواد د کورنیو چارو د وزیر الکساندر دوبرینت په حواله ویلي، دا کار د هغې تګلارې یوه برخه ده چې د کډوالو د بیرته ستنولو، نورو هېوادونو سره د تړونونو او قاچاق وړونکو سره د مبارزې په هدف جوړه شوې.

جرمني د تیرې جمعې په ورځ ۸۱ افغان پنا غوښتونکي هم چې دوی مجرمان وبلل، کابل ته واستول.

د هغو کډوالو له ایستلو وروسته جرمني د طالبانو دوه قونسلي ماموران هم په خپل هېواد کې ومنل چې د کډوالو د بیرته ستنیدو په چارو کې ورسره له نژدې همکاري وکړي.
دغه طالب ډيپلوماتان چې نومونه یې نه دي اخیستل شوي، برلین ته رسیدلي دي.

امریکایي قاضي هغه حکم لغوه کړ چې د زرګونه افغانانو د لنډمهاله خوندیتوب غوښتنه په کې وه

ارشیف
ارشیف

د امریکا یوه فدرال قاضي هغه حکم لغوه کړی چې له مخې یې هلته د زرګونه افغانانو او کامرونیانو د لنډمهاله خوندیتوب یا ( ټي.پي.ایس) حالت د پای ته رسیدو مخنیوی کېده.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې اوس په متحده ایالتونو کې د ۱۴۶۰۰ افغانانو او۷۹۰۰ کامرونیانو د لنډمهاله خوندیتوب موده پای ته رسیږي او د اخراج له خطر سره مخامخیږي.

د لنډمهاله خوندیتوب دغه حالت د جولای په ۱۴مه پای ته ورسید، خو یوې استنیاف محکمې د کډوالو د یوه ملاتړي سازمان له شکایت وروسته د یوې اونۍ په مخه، د جولای تر ۲۱مې وغځوه.

امریکايي چارواکو ویلي، افغانستان او کامرون کې اوس شرایط داسې دي چې وګړي یې د لنډمهاله خوندیتوب مستحق نه دي.

په دې اړه مخکیني معلومات په دغه راپور کې لوستلی شی:


درې ملي لوبغاړي کابل ته رسیدلي او شپږیزې لیګ سره یوځای شوي دي

محمد نبي، ابراهیم ځدراڼ او رحمان الله ګربز
محمد نبي، ابراهیم ځدراڼ او رحمان الله ګربز

د افغانستان د کریکټ ملي لوبډلې درې وتلي ستوري محمد نبي، رحمان الله ګربز او ابراهیم ځدراڼ کابل ته ستانه شوي او شپږیزې لیګ کې له خپلو لوبډلو سره یوځای شوي دي.

کریکټ بورد وایي چې دغه لوبغاړي بېلابېلو لیګونو کې پر لوبو بوخت وو.

محمد نبي او ګربز مس عینک لوبډله کې لوبیږي او ابراهیم ځدراڼ د بست ساتونکو لوبډلمشر دی.

دغه لیګ د همدې اونۍ په سر کې پيل او د اګست تر لومړۍ نیټې پورې دوام کوي.

د طالبانو د حکومت یو سوداګریز پلاوی اسلام اباد ته رسیدلی

ارشیف
ارشیف

د طالبانو د حکومت د سوداګرۍ وزارت د مرستیال احمدالله زاهد په مشرۍ یو پلاوی پاکستان ته رسیدلی دی.

دا سوداګریز پلاوی داسې مهال هلته سفر کوي چې وړاندې تر دې د سوداګرۍ خونې او خپله سوداګرو ویلي چې پاکستان د سوداګرۍ او ترانزیت په برخه کې خپلې ژمنې نه پلې کوي.

د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس د دوشنبېې په ورځ ناوخته خبر ورکړی چې د دغه سفر موخه د افغانستان او پاکستان ترمنځ " د ترانزیټ، سوداګرۍ او د ترجیحي تعرفې اړوند پر مهمو موضوعاتو" خبرې کول دي.

دا په داسې حال کې ده چې د یکشنبې په ورځ د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي په مشرۍ یو پلاوی کابل کې و او له طالب چارواکو سره یې پر بیلابیلو مسلو خبرې وکړې.

پاکستان کې په دې وروستیو کې د ناامنیو پيښې هم ډیرې شوي چې وخت نا وخت یې پړه پر افغان طالبانو اچول کیږي.

پاکستاني لوری وایي، د طالبانو له بیاواکمنۍ وروسته تحریک طالبان پاکستان په افغانستان کې ازاد فعالیت لري او له همغه ځایه پر پاکستان بریدونه پلانوي.

د طالبانو چارواکي بیا تل دا ادعاوې ردوي او وایي، هیچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاورو د نورو په ضد وکاروي.

جرمني د څو طالب دیپلوماتانو منلو ته تیار شو

جرمني د اروپايي اتحادیې لومړنی هېواد شو چې طالبانو ته اجازه ورکوي، چې خپل استازي دې هېواد ته واستوي ترڅو له جرمني څخه د افغان وګړو د ایستلو په بهیر کې مرسته وکړي.

جرمني دا اقدام وروسته له هغه کوي چې د دغه هیواد د کورنیو چارو وزیر، الکساندر دوبریند، د رد شویو او په جرمونو د ککړو پناه غوښتونکو د ایستلو په اړه له طالبانو سره د مخامخ خبرو ملاتړ وکړ.

له ۲۰۲۱ کال راهیسې، چې طالبان بیا واک ته رسیدلي، جرمني د افغان کډوالو د ایستلو بهیر درولی و. خو دغه هیواد د جمعې په ورځ افغانستان ته د رد شویو پناه غوښتونکو د بیرته استولو بهیر بیا پيل کړ.

د جمعې په ورځ جرمني ۸۱ افغان کډوال افغانستان ته ولېږل.

د جرمني حکومت د دوشنبې په ورځ تایید کړه چې د دوو افغان قونسلي کارکوونکو د وراستولو اجازه یې ورکړې ده.

د حکومت ویاند، شټیفن کورنیلیوس، ویلي: دا قونسلي مامورین به د نورو پلان شویو ایستل کېدونکو کسانو په لېږلو کې همکاري وکړي.

برلین ټینګار کړی چې دا پرېکړه د طالبانو د رسمیت پېژندنې معنا نه لري.

د "فرانکفورټر الګماینه سایتونګ" ورځپاڼې د راپور له مخې، دا یوازې د عملي همکارۍ یو محدود اقدام بلل شوی.

یوناما په کابل کې د حجاب په نوم د ښځو پر نیولو اندېښنه وښوده

ملګرو ملتونو په پلازمېنه کابل کې د طالبانو د حکومت له لوري د حجاب د سرغړونې په تور د یو شمېر ښځو په نیولو اندېښنه ښکاره کړه.

طالب چارواکو دا ډول نیونې رد کړي دي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت پرون (دوشنبې)(UNAMA) وویل: «موږ د جولای له ۱۶مې تر ۱۹مې پورې د ګڼو ښځو او نجونو د نیول کېدو له امله اندېښمن یوو،»

یوناما په خپله ایکسپاڼه (پخوانی ټویټر) کې لیکلي: «دا پېښې ښځې او نجونې له ټولنې نورې هم ګوښه کوي، د وېرې فضا ته وده ورکوي، او د ولس باور کموي.» ادارې زیاته کړې چې په دې تړاو یې له چارواکو سره تماس نیولی دی.

تېره اوونۍ یوه عیني شاهد فرانس پریس خبري آژانس ته ویلي و چې د کابل په مرکز کې یې د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت کسان په داسي حال کې ولیدل چې «دوو ښځو ته یې وویل چې له دوی سره موټر ته وخېژي.»

د افغانستان په څو ولایتونو کې د سیلونو وړاندوینه شوې

د هوا پېژندنې ادارې د نن لپاره د هېواد په ځینو سیمو کې د اوبو د کچې د لوړېدو او سېلونو د راوتلو اټکل کړی دی.

د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت د هواپېژندنې ادارې پر اساس خبر ورکړی چې نن سې‌شنبې د ننګرهار، کاپیسا، لغمان، کونړ او نورستان ولایتونو په ځینو سیمو کې د بارانونو او واورو د اورېدو امکان شته.

وزارت د کوزنیو سیمو له اوسېدونکو غوښتي چې د سېلونو او اوبو د کچې د لوړېدو پرمهال دې د سیندونو غاړو ته له نژدې کېدو ډډه وکړي.

افغانستان په وروستیو کلونو کې بیا بیا له طبیعي پېښو په تېره بیا سیلونو سره مخامخ کېږي.

د چاپریال ساتنې متخصصان وايي، افغانستان یو له څو هیوادونو څخه دی چې له اقلیمي بدلون څخه ډېر اغېزمن شوی دی.

ایران وايي، افغانستان ته یې د عراق د اومو تېلو د صادرولو اسانتیا برابره کړې

یو ایرانی چارواکی وايي چې د دغه هیواد له لارې د عراق د کردستان د کورواکې سیمې اومه تېل افغانستان ته صادریږي.

د ایران د لویو لارو او ښاري پراختیا وزارت مرستیال او د رېلګاډي ادارې اجرايي رییس جبار علي زاکري پرون په تهران کې یوې غونډې ته وویل، ایران د افغانستان او عراق ترمنځ د تېلو د سوداګرۍ لپاره ترانسپورتي اسانتیا رامنځته کړې او د خپل هیواد د رېلګاډي شبکې ته یې تر اوسه ۱۰۰ ټانکر واګونونه ور زیات کړي، څو دغه ترانزیتي بهیر پیاوړی کړي.

هغه هیله وښوده چې له دې وروسته هره میاشت له شاوخوا ۴۰ تر ۵۰ واګونونه نور هم دې شبکې ته ور زیات شي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG