د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ وږی ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۴۷

د ماشومانو پر ذهن د خوابدي کوونکي کیسو او تصویرونو اغیز


ماشومان چې لا یې د ژوند خوږې او ترخې نه دي لیدلي؛ هغه څه ډېر ژر تاثیر پرې کوي چې په سترګو یې ویني؛ نو ځکه کورنۍ او ټولنې ته په کار ده چې نه یوازې دا چې دوی ته باید هغه شیان ونه ښي چې په لیدلو یې خوابدي او غمجن کیږي، بلکې د دوی په مخکې دې د مرګ ژوبلې کیسې هم نه کوي.

خو په دې ورستیو کې اکثره کسان له دې نه شکایت کوي چې ځینې ټلویزیونونه داسې څه خپروي چې لویان یې د لیدلو توان نه لري؛ څه خو ماشومان دي.

د رسنیود قانون په ۴۵ماده کې هم راغي هغه صحنې چې هلته د انسانانو مړي او غوښې پرتې وي؛ په داسې ډول دې نه ښکاروي چې د عوامو خلکو زړونه وبګنوي.

د لوګر اوسیدونکی خطاب د شاه شهید په سیمه کې د هغې چاودنې کیسه کوي چې په لسګونو ماشومان یې د وحشت اثر اچولی.

د کابل اوسیدونکی جاوید چې خپله د چاودنې شاهد و او وایي؛ دی چې ځوان دی له ذهن نه یې هماغه دروند او خطرناک غږ نه وځي او په خوب کې یې ویروي نو ماشومان به یې څنګه هیرکړي؟

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:09:46 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG