د انصاف په لټه کې دغه خپرونه مو د خوست ولایت یوه اوسیدونکي ته ځانګړې کړې چې وايي لس کاله کیږي د یوې نمرې ځمکې د اخیستو پسې سرګردانه دی.
ډګروال علیشاه وايي، د پخواني ولسمشر د امر په ګډون د ډیرو چارواکو امرونه یې په لاس کې دي خو د خوست چارواکي وايي چې دا ټول امرونه باطل دي او ده ته ځمکه نه ورکوي.
موږ د ډګروال علیشاه ستونزه د خوست د والي له ویاند مبارز ځدران سره طرحه کړه.
دغه خپرونه حمیده هارون عثمان وړاندې کوي: