د کابل د ترافیکو مدیر وايي چې د پخوا په پرتله په کابل کې ترافیکي پېښې ډېرې کمې شوي دي.
د کابل د ترافیکو مدیرمل پاسوال اسدالله د ازادي راډیوحقیقت څه دی خپرونې ته وویل چې په رسنیو او ښوونځیوکې د دوی د عامه پوهاوي پروګرامونو په ترافیکې پېښوکې د تلفاتو له کمولو سره ډېره مرسته کړې، ځکه د ده په وینا په ترافیکي پېښو کې ډېری ماشومانو زیانمن کېږي.
ښاغلي اسدالله وویل چې د جواز سیرونو او لسانسونو د ورکولو پروسه ډېره ساده شوې او د فساد مخنیوی شوی دی.
د کابل د ترافیکو مدیریت هرکال دوه میلیارده افغانۍ خپل عواید د دولت خزانې ته سپاري.
د دغې ادارې مدیر وايي، که د دغو عوایدو یوه برخه هم دوی ته ورکړل شي هڅه به وکړي چې ترپنځو کلونو پورې له ترافیکي اسانتیاوو له پلوه له کابل نه د دوبۍ په شان یو ښار جوړ کړي.
اجمل تورمان ورسره غږېدلی دی: