د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳ وږی ۱۴۰۴ کابل ۰۴:۰۶

افغاني ګنډونو تاریخ او ارزښت


لویه لمن او پرې د زري چرمو تېر شوي لړونه، په ټټر د سپینو مشهد یو روپیو قطار، په اوږه د سپینو زرو جوړه اوږۍ، لوی لستوني، د ګونځو پرتوګ، په پښو کې نازکې او زري پڼې او یوه لویه لوپټه، د دغو الفاظو په اورېدو به مو حتمي په ذهن کې د یوې داسې پیغلې انځور را زرغون شوی وي چې په افغاني جامو یې خپل ځان راښکلی کړی.

که څه هم په دې وروستیو کې د نورو ټولنو دودیزې جامې افغاني کلتور ته داخلې شوي، خو بیا یې هم که ډېر نه وي نو یوه ډېره اندازه مینه وال یې شته.

د افغانستان د ښځینه طبقې دوديزې جامې د هر ټبر او قوم یوه خاصه ځانګړنه ده چې د همدغه جامو له مخې یې هم د کلتوري توکو تر منځ یو برید ټاکل کېدای شي، خو په عمومیاتو کې د ښځنیه جامو شکل او ډول یو دی، خو په بیلابیلو سیمو کې په ځانګړو شکلونو سره جوړیږي.

د افغانستان په بیلابیلو ښارونو کې د دغو جامو قیمت له دوه زره افغانیو نیولې ان تر دېرشو زرو افغانیو رسي او په خارج کې خو یې بیا تر دوه زره ډالره د پلور بیه رسي.

جوړوونکی: محبوب شاه محبوب

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:10:14 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG