د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ وږی ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۴۵

پر ماشومانو د تاریخي او طبیعي ځایونو د نندارې اغیز


د ماشومانو د روزنې د ماهرانو په نظر په ماشومانو باندې د تاریخي ځایونو، باغونو، طبیعت او نورو د لیدلو وړ ځایونو ننداره د هغوی د فکر او احساس په پیاوړتیا کې ښه برخه اخلي او د شخصیت پر وده یې مثبت اثر اچوي.

په کابل کې ملي موزیم هم له هغو ځایونو څخه دی چې لیدل یې انسان ته خوښي وربښي؛ دوه پوړې ودانۍ چې د دارالامان ورانې ماڼې ته مخامخ ولاړه ده د افغانستان ملي موزیم دی؛ د موزیم په کریمې رنګې ودانې کې هغه تاریخي اثارچې د افغاني او خارجي باستان شناسانو د هڅو له برکته پیژاندل شوي؛ له ښیښونه په جوړو ویترینونو کې داسې ځای په ځای شوي چې د ښې ساتنې لپاره یې هوا تل یو ډول وي.

د موزیم د مسوولو کسانو په وینا؛ له جګړونه مخکې د افغانستان ملي موزیم د سیمې په کچه تر ټولو غوره موزیم و؛ نو ځکه په هغو کلونو کې د افغانستان موزیم د نړۍ د سیلانیانو پام ځان ته اړولی و.

۱۲ کلن محمد غوث چې له کورنۍ سره یې موزیم ته راغلی؛ په اړه یې وایي، هغه شیان یې چې دلته ولیدل مخکې یې یوازې عکسونه لیدلي وو.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:11:58 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG