وايي سږکال د شپې پوهنځيو لپاره د کانکورازموینه لغوه شوې، ځيني ځوانان د لوړو زده کړو وزارت له دې پرېکړې ولې ناراضه دي؟ او ولې ځينې احساساتي ځوانان په ټولنيزو شبکو خصوصاً فيسبوک کې هغه څه خپروي چې جعلي وي او یا يې پر حقیقت پخپله هم نه وي خبر؟
په دې تاندې څانګې کې پر همدغو دوو موضوعګانو غږېدلي یو.
د شپې پوهنتونونو لپاره د کانکور ازموینه هغو ګڼو ځوانانو ته یوه داسې لار ده چې دوی د ورځې لخوا خوارۍ مزدورۍ او وظیفې ته هم رسېدلی شي او مازدیګر مهال په پوهنتونونو کې خپلو لوړو زده کړو ته دوام هم ورکولی شي خو سږ کال دغه لار د داسې ځوانانو پر مخ وتړل شوه، یاني د شپې پوهنځيو لپاره د کانکور ازموینه لغوه اعلان شوه.
د لوړو زده کړو وزارت دا پرېکړه ولې کړې، په دې وروسته غږیږو، لومړی د میدان وردګ اوسېدونکي عبدالحق ته غوږ ږدو، دی د خپل یوه ملګري کیسه کوي چې غوښتل يې د خپل کور د نیستۍ د غوڅولو لپاره کار وکړي او د خپل راتلوونکي د جوړولو لپاره لوړې زده کړې خو د عبدالحق په خبره د لوړو زده کړو وزارت دې پرېکړې يې د ملګري امید په اوبو لاهو کړ او دې ته هم اندېښمن دي چې په راتلوونکو کلونو کې به د شپې پوهنځيو لپاره د کانکور ازموینه واخیستل شي او که نه.
د کابل اوسيدونکی ذاهد هم وايي چې کارونه ټول د ورځې وي که د شپې پوهنتونونه نه وي نو ګڼ ځوانان به له لوړو زده کړو پاتې شي، دی وايي چې د لوړو زده کړو وزارت باید خپله دا پرېکړه بېرته واخلي.
د شپې د کانکور ازموینې د لغوه کېدوه خبر که یو خوا د عبدالحق د ملګري په څېرکسان ناهیلي کړي نو بلخوا يې ځينې هغه ځوانان هم په تشويش کړي دي چې د ۱۳۹۳ کال په عمومي کانکور ازموینه کې د خپلې خوښې پوهنځي ته نه وو بریالي شوي او په دې تمه يې منفکي اخیستې وه چې ګوندې د شپې پوهننځیو لپاره په کانکور ازموینه کې به د خپلې خوښې پوهنځي ته بریالي شي، وارث بریمن د همداسې ځوانانو یو مثال دی، بریمن وايي چې ما د دې ازموینې لپاره درسونه ویلي وو او ځان مې ورته چمتو کړی و خو هر څه يې راګډ وډ کړل. دی د لوړو زده کړو وزارت له دې پرېکړې ناراضه دی او وايي چې که سبا دغه وزارت د عمومي کانکور ازموینې د اخیستلو لپاره بودیجه ونه لري نو هغه به هم لغوه کوي!؟
د لوړو زده کړو وزارت د شپې پوهنځيو لپاره د کانکور ازموینې د لغوه کېدو دلیل د کافي بودیجې نه موجودیت ښيي. د دغه وزارت د نشراتو ريئس او ویاند صفي الله جلالزی وايي چې دوی د معقول سازۍ په نوم داسې یو پروګرام پېل کړی چې له امله به يې اضافي مصرفېدونکې پيسې وسپمیږي، د ماليې وزارت لخوا به بودیجه ورکړل شي او د شپې پوهنځيو لپاره د کانکور ازموینه به بېرته پېل کړي.
د لوړو زده کړو وزارت د مالوماتو له مخې اوس د دوولسم ټولګي فارغان په کانکور ازموینه کې د ګډون یوازې دوه چانسه لري چې څو کاله پخوا دا چانسونه درې وو.
پر فیسبوک خپرېدونکي اوازې کله ومنو؟
که د شپې پوهنځيو لپاره د کانکور ازموینې د لغوه کېدو اعلان د کومې معتبرې رسنۍ پر ځای یوازې په فیسبوک کې کوم څوک خپور کړي نو ښايي پر کره والي يا ريښتیاتوب يې هوښياران په اسانه باور ونه کړي. څوک به يې په عامه اصطلاح د سر چوک اوازه وبولي او څوک یو جعلي یا دروغجن خبر. دا بې باوري ولې رامنځته شوې؟ ځکه چې: متل دی، باور یا اعتماد په ډير څه پېدا کیږي خو په لږ څه له منځه ځي.
د ټولنیزو شبکو خصوصاً د فیسبوک ځينې کاروونکي بې له دې چې د یوه خبر یا اوازې کره والی یا حقیقت مالوم کړي په بېړه باور پرې کوي او له خپلو ملګرو سره يې شریکوي. د طالبانو د پخواني مشر ملامحمدعمر تر مړينې وروسته په فیسبوک کې د یوه داسې مکتوب عکس خپور شو چې ګواکې د جمهور ريئس اشرف غني او اجرايئه ریئس عبدالله عبدالله په لاسلیک سره د کابل ښار یو واټ د ملامحمدعمر په نوم نومول شوی. بیا نو څه وو؟ خپل دولت او خلکو ته ښکنځل... د فیسبوک یو ځوان فعال همایون هېواد دې کیسې ته په اشارې سره وايي چې موږ په مخالفت کې هم صداقت نه کوو او د یو چا د کم راوستلو او تخريبولو لپاره دروغجنې اوازې خپروو چې سم کار ندی.
د غزني اوسېدونکی نقیب احمدعزيزي بیا د یوه عکس کیسه کوي چې افغان ولسمشر اشرف غني په کوم بهرني هېواد کې یوه وړه نجلۍ په غېږ کې نېولې، خو ځينو کسانو نور نور څه پسې لیکلي وو او په پای کې چې موضوع روښانه شوه نو ښايي ډير پرخپلو کړو خبرو او خپرو کړو نظرونو پښېمانه شوي وي. ښاغلی عزیزي وايي چې داسې عاجلانه او ناسمې پرېکړې په هغو ټولنو کې ډېرې کیږي چې خلک يې حقیقت ته د رسېدلو لپاره څېړنې ته ارزښت نه ورکوي او عادتاً چلند کوي.
خالد شاه نایل یو محصل دی، دی د فرخندې د وژل کېدو پېښې ته په اشارې سره وايي چې له حقیقته ناخبره مې په فیسبوک کې داسې نظرونه خپاره کړل چې وروسته پرې پښېمانه شوم. دی وايي چې ما بېړه کړې وه او بېړه د شېطان کار دی، خو اوس مې درس اخیستی او یوه موضوع تر هغه له ملګرو سره نه شریکوم چې ریښتیا او دروغ يې نه وي رامعلوم شوي.
هو، بېړه وايي د شېطان کار دی او وروسته پښېماني لري. دا بېړه د احساساتي پرېکړو له کبله کیږي او که له ټولنيزو شبکو یا ټېکنالوژۍ سره زموږ د ځوانانو د کمې بلدتیا له کبله؟ دا پوښتنه افغان لیکوال او د ټولنیزو شبکو ځوان فعال مجیدالله قرار ځواب کړې، ښاغلی قرار وايي چې زموږ د خلکو سادګي او له ټېکنالوژۍ سره مو د ځوانانو کمه او یا تازه بلدتیا د دې سبب کیږي چې دوی په دروغجنو اوازو باور وکړي. دی وايي چې پخوا د افغانانو د دښمنانو لخوا همداسې دروغجنې اوازې وې چې زموږ خلکو ومنلې او غازي امان الله خان يې کافر وباله. ښاغلی قرار یوه حدیث شریف ته په اشارې سره وايي چې تاسې لومړۍ د یوې خبرې حقیقت معلوموئ او بیا يې منئ.
مجید الله قرار وايي چې د یو چا عکس له بل چا سره نښلول یا د جعلي مکتوبونو او لاسلیکونو جوړول نن سبا یو اسانه کار دی خو که چېرې يې د اصل او نقل په پېژندګلوۍ کې شکي کيږو نو ځينې لارې چارې ورته شته، لومړۍ دا چې خپور شوی عکس رانږدې (زوم) کړئ نو هلته به درته ښکاره شي چې برش پکې کارول شوی او اصل ندی. دویم، که د یوې اوازې په اړه خبرېږئ نو له خپلو ملګرو سره مشوره کولی شي چې تاسې حقیقت ته ورسوي.
متل دی چې (ریښتیا رسيږي نو دروغو کلي ړنګ وي) په دې هیله چې کلي ړنګېدو ته پرې نږدو، تاندې څانګې رانغاړو.
تاندې څانګې پر فیسبوک پيدا کړئ، پته ده:
Facebook.com/tandysangy
پر دې وېب پته دا او د ازادي راډيو نورې خپرونې هم اورېدلی او لوستلی شئ:
www.azadiradio.org
او د نورګل شفق پر دې برېښنالیک پته هم خپل نظرونه راسره شریکولی شئ:
shafaqn@rferl.org
یادونه: ( تاندې څانګې ) د ځوانانو لپاره د ازادي راډيو خاصه خپرونه ده چې په کابل کې يې نورګل شفق جوړوي، دا خپرونه هره شنبې ماسپښين 02:40 او تکرار يې هره سې شنبې سهار 10:30 خپريږي.