د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳ وږی ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۲۷

د سره رود د پهلوان بابا زیارت تاریخ او باورونه


له کابله د جلال اباد په طرف سفر کوو؛ کله چې د ننګرهار خاورې ته داخلیږو لومړی د سره رود ولسوالۍ د درونټې سیمه راځي؛ د تور غره په لړۍ کې د لویې لارې په خاطر له وهل شوي تونله تېریږو؛ له نیم کیلومتر مزله وروسته، ښي لاس ته یو خامه سړک بیل شوی؛ په همدغه خامه سړک شا او خوا اته کیلو متره سفر کوو چې بالاخره د کچړو سیمه راځي.

هلته د تور غره لړۍ هم پرته ده؛ د غر ختیځې خوا ته کوچنۍ او لویې جل وهلې ونې ښکاري د ونو سره نږدې یوه ډېره پخوانۍ او کوچنۍ نیمه ورانه شوې ودانۍ هم شته؛ د ودانۍ په منځ کې یو اوږد قبر او د قبر یوې خوا ته یوه زړه ونه موجوده ده چې هره خوا ترې سرې او شنې ټوټې تاوې شوي دي.

له شور او زوږه لرې د غره په یوې ډډې کې چېرته چې یوازې د مرغکیو خوږ او د هوا سرشاره غږ اورېدل کیږي؛ د سید پهلوان بابا د بادو زیات موجود دی. نننۍ ژوند په شېبو کې خپرونه مو همدغه زیارت ته ځانګړې کړې.

جوړوونکی: محبوب شاه محبوب

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:06:27 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG