په دې وروستیو کې په اکثره کورونو کې د ګاز کارونه ډیره شوې ده. ګازي تنورونه، د ډوډۍ، کیک کلچو او کباب پخولو داشونه، د اوبو ګرمولو بایلرونه ، ډول- ډول منقلونه په سړه هوا کې د خونو د تودولو لپاره بخارۍ او داسې نور هغه وسایل دي چې له ګازه په کې کار اخیستل کیږي.
دا هره وسیله ځان ته د کارونې خاصه طریقه لري خو لکه څنګه چې لیدل کیږي له ګاز او هغو وسایلو سره چې ګاز په کې ساتل کیږي د ځینو خلکو بې پامۍ د مرګ ژوبلې کچه لوړه کړې ده.
د کابل اوسیدونکې لیمې په پخلنځی کې چې لا هم د چاودلې ډبې له وجې د ورانۍ نښې ښکاري د مرکې په وخت یې سترګې له اوښکو ډکې شوې وویل چې لور یې او راغلې میلمنه له ګازي ډبې سره د بې پروایئ له وجې ژوبلې شولې.