اول روژه وي بیا اختر وی
په بیلتانه پسې وصال دې رابه شينه
د ازادي راډیو ژوند په شېبو کې ننۍ خپرونه مو د کوچني اختر ځانګړیو دودونو ته ځانګړې کړې ده.
په خپرونه کې به د کوچني اختر د خوښیو لپاره د تابیا نیولو او نمانځلو له دودونو خبر شئ او هم به له هغه دوده خبر شئ چې په اختر کې د خوښۍ پر ځای یوه کورنۍ د غم ټغر غوړوي او نور یې غم رازئ ته راځي.
په ټوله اسلامي نړۍ کې هر کال دوه اخترونه راځي، چې یو ته یې کوچنی او بل ته یې لوی اختر وايي. هر کله چې د روژې میاشت پای ته ورسي، نو په ټوله اسلامي نړۍ کې د دغېمیاشتې د پاې په مناست کوچنی اختر نمانځل کیږي.
دا د خوښۍ او خوشحالۍ ورځې درې وي، چې عموماٌ په اسلامي هېوادونو کې رسمي رخصت وي،په حقیقت کی دا د ډیرو مسلمانانو لپاره د کورنۍ د غړو د لیدنو- کتنو، د راشه- درشه او یو بل سره د پخلاینی او خوشحالۍ پلمه ده.
په هره ټولنه کې د کوچني اختر نمانځنه په ځانګړيو دودونو ترسره کیږي، نو پرته له شکه افغاني ټولنه هم په اخترونو کې ځانګړي دودونه لري.
جوړوونکی: محبوب شاه محبوب