د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ وږی ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۳۹

په روژه کې جنګ جګړه هم دنیوي او هم اخروي تاوانونه لري


fight
fight

جنګ جګړې، سپکې سپورې، رټل کنځل او بد ویل چې په هر وخت کې وي انسان ښه نه ورسره ښکاري؛ خو په روژه کې یې بیا له اسلامي پلوه هم زیان بیخي ډیر وي؛ هغه ځکه کوم کسان چې په دې مبارکه میاشت کې شخړې کوي؛ د الله (ج) پر وړاندې یې روژه نه قبلیږي.

یو متل دئ چې وایي، په جنګ کې حلوا نه ویشل کیږي؛ کله چې دوه کسان په خپلو کې ښکېل شي؛ نو له ټپې کېدلو نه نیولې بیا تر مرګه رسیږي په دې ډول هم خدای ناراضه کړي او هم اکثره وخت خپله جنګ کوونکی ځان نیست او نابود کړي.

مونږ له څوتنو نورو هغو کسانو سره هم غږیدلی یو چې د روژې په میاشت کې د هغو کسانو په اړه غږیږي چې حنګ جنجال کوي.

خو ټول خلک بیا په روژه کې خفګان او خوابدي نه کوي ځکه پوهیږي چې خدای پاک په دې کار خفه کیږي؛ روژه او عبادت یې نه قبلیږي.

پوهنیار قاري عبدالله کامه وال نه مو هم په روژه کې د شخړو په هکله پوښتلي؛ هغه وایي، چې روژه یوازې په نه خوړلو او نه څښلوسره نه قبلیږي؛ بلکې ځان ته خپل خاص شرایط لري چې هغه باید عملي شي.

ځینې نارینه چې جنګ وکړي بیا چې کله کور ته هم راشي له بچو او میرمنې سره سم چلند نه کوي؛ حق ناحق په قهر یږي او د کورنۍ په غړو لاس پور ته کوي.

هر وخت خو په تېره د روژې په میاشت کې په کار دا ده چې د کورنۍ نارینه په ځای د دې چې په قهر شي؛ له ښځو سره دې د کورپه کارونو او پخلي کې مرسته وکړي.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:12:02 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG