د انصاف په لټه کې دغه خپرونه د عبدالله په نامه د غزني ولایت یوه اوسیدونکي ته ځانګړې شوې چې د محلي پولیسو له زور زیاتي څخه شکایت کوي.
عبدالله وايي چې د اندړ ولسوالۍ اوسیدونکی دی او په وروستیو کې محلي پولیسو ترې په زوره هغه جامې او شیان اخیستي چې د اخترلپاره یې خپلو ماشومانو ته برابر کړي وو.
موږپه اندړ ولسوالۍ کې د خلکو او محلي پولیسو ترمنځ دغه ستونزې د غزني له سرپرست موسی خان اکبرزاده سره طرحه کړې.
دغه خپرونه حمیده هاورن عثمان وړاندې کوي: