د پیزوان فلکلوریک ارزښت څه دی او پر ولسي ادبیاتو یې تاثیر څه دی؟
پېزوان په لوړه پوزه خوند کا
لکه په لوړ چینار چې واچوې شالونه
مینوالو د لنډۍ په اورېدو به موپه ذهن کې د یوې ناوې داسې انځورچې پرتندي ټیکه، په پوزه پیزوان او په لاسونو نکریزې ولري راتېر شوی وي.
پېزوان څه ډول جوړښت لري؟ څوک یې په پوزه کوي؟پر ولسي ادبیاتو یې تاثیرڅه دی؟ تاریخ یې ترچا رسي؟ او پر وړاندې یې باورونه څه دي؟ دا او دې ته د ورته پوښتنو ځوابونه به په نننۍ خپرونه کې واورئ.
پېزوان د هغه ګاڼې نوم دی چې پخوا به ناویانو ته اچول کېدل، خو پیغلې جونې ترې هم پرهېز نه وې، ځینو پیغلو به هم په ودونو کې پېزوان په پوزه کاوه، دا ګاڼه یوې ګردې حلقې ته ورته ده چې د پوزې په منځني دېوال کې اچول کیږي.
داسې ویل کیږي چې پیزوان به د لرغونو اریایانو واده شویو میرمنو استعمالوو چې لایې هم په هند کې استعمال موجود دی.
جوړوونکی: محبوب شاه محبوب