مورې ماڼو ورته لوګی کړه
زیارت ته تللې چا به یې مخ لیدلی وینه
ایا کله مو نظر مات کړی؟
او یا مو هم د نظر لګېدلو تاثیرات لیدلي؟
په نننۍ خپرونه کې پر همدغو موضوعاتو خبرې کوو او تاسې ته د نظر په اړه د افغاني ټولنې د بارونو او عقایدو په اړه معلومات وړاندې کوو.
د نظر ماتول او یا هم د نظر وچول د اریایي فلکلور یوه غښتلې او قوي برخه تشکیلوي.
خو د نظر ماتول بیا په بېلابېلو پرګنو کې سره په جوت توپیر تر سترګو کیږي.
که موږ د افغاني ټولنې سره په خوا کې د سیمې هېوادونو د اریایي پرګنو له احواله ځان خبر کړو نو وبه ګورو چې د نظر ماتولو یو شمېر دودونه یې له پښتني ټولنې سره یو شان او یو شمېر نور یې توپیر لري.
معمولاً په اریایي ټولنه کې له ډېره پخوا راهیسې نظر د ښځو له لوري په بېلابېلو طریقو سره مات شوی دی چې د بېلابېلو باورنو په اساس یې ښې پایلې درلودلې دي.
جوړوونکی: محبوب شاه محبوب