د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ وږی ۱۴۰۴ کابل ۱۲:۴۳

په افغاني ټولنه کې د تورې تاریخ او فرهنګي ارزښت


تورې وهه بری به مومې
که بری نه وي ځوانان تل په توره مرینه

که د پښتني ټولنې تېر ته فکر وکړو، نو د نورو فلکلوريکو وسلو تر څنګ به د تورې یو روښانه نوم زموږ تر سترګو شي.

هو! هغه توره چې پلرونو او نیکونو مو پرې د ځان ساتنه کړې.

هغه توره چې په ساتلو یې لا هم موږ ویاړو او د خپلو نیکونو کارنامې یې له نوم سره یو ځای یادوو.

نننۍ ژوند په شېبو کې خپرونه مو تورې ته ځانګړې کړې،ملتیا مو وکړئ.

کله چې انسان پېدا شوی، ورسره یوځای دا فکر پېدا شوی چې څه ډول له خطراتو ځان وژغوري، دوی د ځان ساتنې لپاره له بیلابیلو وسایلو کار اخیستی، د تورې د جوړېدو تاریخ نه دی معلوم، خو په اړه یې یوازې همدومره ویلی شو، چې زرګونه کاله پخوا توره د ځان ساتنې لپاره جوړه شوې وه.

په افغاني ټولنه کې هم توره ډېر لرغونی تاریخ لري او تر اوسه پورې مونږ ته د یوه فرهنګي میراث په توګه راپاتې ده. له یما نیولې تر سلطان محموده او ان تر خوشحال خټک او ابدالي احمدشاه یې سر رسیدلی دی دی.

جوړوونکی:محبوب شاه محبوب

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:14:12 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG