د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۶ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۳

حاجي زلمی وایې، پولیسو یې په کور کې پوسته جوړه کړې


د انصاف په لټه کې دغه خپرونه مو د غزني ولایت هغه اوسیدونکي ته ځانګړې کړې چې وايي ملي پولیسو یې په کور کې امنیتي پوسته جوړه کړې ده.

حاجي زلمی د غزني ولایت هغه اوسیدونکی دی چې وايي، له یوه کال څخه را په دیخوا ملي پولیسو د ده په کور کې امنیتي پوسته جوړه کړې په داسې حال کې چې دی په کرايي کور کې لس زره افغانی کرایه ورکوي.

حاجي زلمی وايي چې په دې موده کې نه دی توانیدلای چې د غزني د امنیې قومندان له خپلې ستونزې خبر کړي ځکه چې څوک يې د امنیې قومندان ته نه پریږدي.

موږ د غزني ولایت د دغه اوسیدونکي ستونزه د کورنیو چارو د وزارت د تفتیش له عمومي ریس عبدالحکیم نجرابي سره طرحه کړه:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:07:54 0:00
مستقیم لېنک


XS
SM
MD
LG