د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۶

روسيه ځينې تاريخي حقايق تحريفوي


یو نوی روسی فلم چې په 1968 [میلادي] کال کې د پخوانۍ چکسلواکیا د حالاتو په اړه دی، دا ادعاوې را پورته کوي چې روسیې د ځينو تاریخي حقایقو د تحریف هڅې پيل کړې دي.

1968 : په فلم کې د پخواني شوروي له خوا د چکسلواکیا د اشغال تعبیر

دا فلم [د وارسا تړون: محرمې پاڼې] نومیږي او څو ورځې وړاندې د روسیې له دولتي ټلویزونه خپور شو.

په فلم کې د پخوانۍ چکسلواکیا اشغال ته حماسي رنګ ورکړ شوی او دې مسلې د چک او سلواکیا په خلکو کې غوغا جوړه کړې ده .

په فلم کې د پراګ پسرلی په نوم، د چکسلواکیا د خلکو پر ډیموکراتیک حرکت بندیز، قانوني توجیه شوی دی. په فلم کې ادعا شوې چې د پخواني شوروي عسکر د وراساتړون پر اساس، چکسلواکیا ته تللي و څو خلک د ناټو له پوځي تهدیده وساتي.

د چک جمهوریت د بهرنیوچارو وزیر لوبومیر زاورالیک، مسکو تورن کړ چې په ناوړه توګه ، د تاریخي حقایقو د تحریف هڅه کوي او په خپل هیواد کې د روسیې سفیر یې ور احضار کړ.

د چک جمهوریت ولسمشر میلوش زیمان چې تر یوه حده د کریملین خواخوږی هم ګڼل کیږي، دا فلم د روسیې له دروغو ډګ پروپاګند بللی دی.

د سلواکیا د بهرنیوچارو وزارت ویلي ، مسکو غواړي چې د چک جمهوریت او سلواکیا د تاریخ د یوې تورې دورې حقایق ، په دروغو بدل کړي.

د مولوتوف-ریبینتروپ له تړونه د پوتین دفاع:

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین تیرکال، وویل چې په 1939 [میلادي] کال کې، د پخواني شوروي او نازي جرمني ترمنځ د مولوتوف – روبنتروپ تړون غلط نه و . د پوتین دې وینا، په ټوله اروپا کې خلک په غصه کړل.

دا تړون د ختیځې اروپا د ټوټې کیدو سبب ګڼل کیږي.

پوتین تیرکال په مسکو کې دتاریخپوهانو یوې غونډې ته وویل: په دې کې چې پخواني شوروي نه غوښتل چې جنګ وکړي، څه بدي شته؟ د دې خبرې د غلط ثابتولو لپاره باید مسلکي او جدي څيړنه وشي .

د روسیې ولسمشر تیره میاشت د جرمني له صدراعظمې انګیلا میرکل سره په کتنه کې، یو وار بیا د دې تړون ملاتړ وکړ .

پوتین وویل د دې تړون په دفاع کې وویل چې د پخواني شوروي دیکتاتور مشر جوزف ستالین ، د مجبوریت له مخې دا تړون کړی وو.

د پوتین په وینا، ستالین د هتلر په وړاندې د غربي هیوادو د ائتلاف په جوړولو کې تر ناکامۍ وروسته وپوهید چې د نازینانو په وړاندې یوازې پاتې دی او دا تړون یې لاسلیک کړ.

خو د جرمني صدراعظمې انګیلا میرکل، د پوتین د دې خبرې په ځواب کې وویل چې ستالین او هتلر ، د مولوتوف-ریبینتروپ تړون پربنا، د ختیځې اروپا د ویشلو قرار داد وکړ.

هتلر په 1939 [میلادي] کال کې پولند اشغال کړ او د پخواني شوروي ځواکونه د پولند په ختیځ کې ځاي پر ځاي شول. په 1940 کال کې د بالکان هیوادونه هم د دې تړون له مخې ونیول شول.

دا ادعا چې هتلر تر 1939 [میلادي] کال مخکې ښه سړی وو:

د روسیې ولسمشر ادعا کړې چې اوکرايين له نویونازیانو ډک دی او د مسکو چاپ یوې ورځپاڼې چې د کریملین ملاتړ کوي، تیرکال ادعا وکړه چې هتلر د دوهمې نړیوالې جګړې تر پيل مخکې، ښه سړی وو.

په مقاله کې لیکل شوي وو: موږ باید غنم او ږدن سره بیل کړو او د هتلر شخصیت تر 1939 [میلادي] کال مخکې او وروسته مطالعه کړو.

د مقالې د لوستلولپاره دا ځاي کلک کړي : http://izvestia.ru/news/568603

خو حقیقت دا دی چې هتلر تر 1939 [میلادي] کال مخکې لا د یهودانو لپاره ځانګړي کمپونه او د ډله ایزې وژنې مرکزونه جوړ کړي وو. د ګستاپو په نوم پټو پولیسو به خلک شکنجه کول او وژل او د غیر اریايي توکم د له منځه وړلو لپاره يې ملا تړلې وه .

کرایمیا ته د روسي تمدن د ځانګو خطاب:

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په شدت، له اوکرایینه د کرایمیا د الحاق دفاع کوي او د روسي تمدن د سپيڅلې ځانګو نوم یې ورکړی دی.

پوتین تیرکال خپلو خلکوته په وینا کې وویل : هغسې چې بیت القمدس مسلمانانو او یهودانو ته ارزښت لري، کرایمیا د روسانو لپاره د تمدن او سپيڅلتیا ټاټوبی دی.

خو حقیقت دا دی چې د تورسمندرګي پر څنډه ، په دې ټاپو وزمه کې تر روسانو مخکې نور ولسونه استوګن شوي او اوسیدلي دی.

روسیې اول وار دا سیمه په 1783 [میلادي] کال کې له ترکي عثمانیانو ونیوله خو تر هغه مخکې یونانیان او تاتار هلته استوګن شوي دي. تاتار ځان د دې سیمې اصلي اوسیدونکي ګڼي .

XS
SM
MD
LG