هغه ماشومان چې پخوا يې اکثرو د سړک پرغاړه ژاولې خرڅولې او موټريې مينځل، نن درس وايي، لوبې کوي او راتلوونکي ته هیله من دي.دا ماشومان کومو ځوانانو تر ښوونځي ورسول؟
په دې تاندې څانګې کې مود سرک اول یا د لومړي سړک په نوم د رضاکاره ځوانانو د یوې ټولنې له فعالیتونو او د داسې ځوانانو له ريښتينې انسان دوستۍ او زړه خوږۍ خبرووچې ترځان هاخوا د نورو په اړه فکرکوي.
څه موده وړاندې مې د یوه ملګري (نجیب الرحمن صبوري) عکس له یوه ماشوم (سير) سره وکوت، ورته لیکل شوي وو چې دا زلمکی (سيئر) چې پخوا يې موټر مينځل د ښاغلي صبوري په مالي مرسته اوس ښوونځي ته ځي. دا عکس د سرک اول په نوم د يوې خيريه ټولنې پر فیسبوک پاڼه خپورشوی و.
نجیب الرحمن صبوري د کابل پوهنتون د انجنيري پوهنځي استاد دی، ما وپوښت چې (سير) مو څنګه پېدا کړ او له هغه سره ښه کولو ته مو څنګه زړه وشو؟ ښاغلي صبوري وویل، چې د ده یوه ملګري هغه د سرک اول خیريه ټولنې له فعالیتونو خبر کړ چې د سړک د غاړې ماشومان راټولوي، هغوی ته ښوونځي ته د تګ زمینه برابروي او یو تمويلوونکی کس ورته پېدا کوي، نو صبوري هم وغوښتل، چې د داسې ماشومانو یو مرستندوی کس واوسي، دی وايي، له یوچاسره په مرسته کولو کې چې کومه ارامي او خوښي ده، بل چېرې نشته.
د سرک اول خیريه ټولنې مسؤل نجیب شریفي وايي، چې دوی له تېرو دوو کلونو راهيسې هغه ماشومان چې د سړک پرغاړه ژاولې او نورتوکي خرڅوي او یا موټر وينځي، راټولوي، یوه خصوصي یا شخصي ښوونځي ته يې ور پيژني او د هغه ماشوم د مالي امکاناتو لپاره یو سپانسر یا تمويلوونکی کس پېداکوي چې د هغه ماشوم د مکتب مصارف په غاړه واخلي، دی وايي، تر اوسه یې یوولسو داسې ماشومانو او زلميکو ته د درس زمينه برابره کړې ده او دوی لاهم په دې لټه کې دي چې نورو ماشومانو ته هم ورته اسانتیا برابره کړي.
د سرک اول یا د لومړي سړک د دفتر انګړ اوس د دغو ماشومانو د لوبو مېدان او د ساعت تيري ځای دی، زه چې ورغلم نو همدغو زلمکیو فوټبال کاوه.
د دې ټولنې د مسؤلانو د مالوماتو له مخې دغه ماشومان او زلمکي له ښوونځي وروسته د دوی دفتر ته ورځي، چېرې چې هغوی ته د انټرنټ کارول، انګریزي ژبه او بېلابېل کمپيوټري پروګرامونه ورزده کول کیږي. ما د دوی له ډلې څو ماشومان وپوښتل چې ژوند یې څومره بدلون کړی:
د پنځم ټولګي زده کوونکی سهراب وايي:
((پخوا مې ژاولې خرڅولې، له دې ځایه خبر شوم او راغلم، ما خپل سپانسر سره یو ځل ليدلي دي، هغه راته ویل چې درس ووايه چې یو لوی سړی درنه جوړ شي، زه غواړم په راتلوونکې کې تجار واوسم او خپل مور پلار مې حج ته ولېږم.))
وحيدالله د اووم ټولګي زده کوونکی دی، دی وايي:
(( ما پخوا ژاولې خرڅولې، سلیمان استاد له دې ځایه خبر کړم، هم د ژاولو په خرڅولو کې تکړه وم او هم اوس په درسونو کې تکړه یم، په راتلوونکي کې غواړم پېلوټ شم.))
د څلورم ټولګي زده کوونکې مقدس وايي:
((پخوا مې ژاولې خرڅولې او پېسې به مې کور ته وړلې، اوس چې درس وایم خوشاله یم. کاش داسې نور ځوانان هم پېدا شي او زما غوندې ماشومانو سره مرسته وکړي چې هغوی هم ښوونځي ته لاړ شي. زه غواړم په راتلوونکي کې پېلوټه شم.))
وايي، د نیالګيو کېنول یا کرل صدقه جاریه ده، ځوان استاد نجیب الرحمن صبوري او څو نورو ځوانانو اوس د خپل وطن د داسې نیالګیو د روزنې مسؤلیت په غاړه اخيستی چې سبا به ترې لوی انسانان جوړ وي، د دوی ښه به یادوي او ښايي هغه وخت کوم بل بې وزله ماشوم سره بیا دوی هماغسې ښه وکړي.
د ښاغلي صبوري مسلک انجينري دی، دی وايي ځکه مې د سيرمالي مصارف په خپله غاړه واخيستل چې هغه غواړي په راتلوونکي کې ايجينر شي او د دې لپاره چې زه پخپله انجينر یم نو دی ښه رهبري کولی شم او تر بل چا ښه مرسته ورسره کولی شم.
د سرک اول خیريه ټولنې د عامه اړیکو مسؤل سهيل مایل وايي، چې دوی د ماشوم، د هغه د کورنۍ او مکتب او د هغه د تمويلوونکي ترمنځ د ارتباطي پل حیثيت لري.
دوی څاري چې د ماشوم درسونه څنګه روان دي، کورنۍ خو به يې بیا کار کولو ته نه مجبوروي او سپانسر یا تمويلوونکی يې خپل مسؤلیت څنګه تر سره کوي، د ښاغلي مایل په قول:
((دا مشکله وي چې ريښتينی حقدار څوک پېدا کړي، موږ پسې ګرځو او پېدا کوو يې، له اتو تر لسو کلونو پورې ماشومان نیسو، دا هغه عمر دی چې دوی باید د کار پر ځای درس ووايي. موږ يې له کورنۍ سره غږیږو او تعهد ترې اخلو چې بیا به يې کار ته نه لیږي، سپانسر یا یو کس ورته پېدا کوو چې د یوه ماشوم د مکتب مالي مصارف په غاړه واخلي. هره اوونۍ يې فعالیتونه څارو. تمویلوونکی کس هم له ماشوم، د هغه له کورنۍ او ښوونځي سره مستقیماً په تماس کې وي.))
وايي، دنیا په ښوخلکو اباده ده، ځينو انسان دوسته او ښو ځوانانو سره مخ شوی یم چې غواړي له نورو سره مرسته وکړي او یو چا ته خېر ورسوي خو دوی ځان بې وسه احساسوي چې کوم لوی خیریه کار نشي کولی.
د داسې ځوانانو په اړه صبوري وايي چې هيڅ ښه کار وړوکی ندی، له خپل وس سره سم چې څوک چا ته هر ډول خېر ورسوي همدا تر ټولو لویه او کافي خبره ده.
د سرک اول د دغه خيريه ټولنې مسؤلان وايي چې د ښاغلي صبوري تر څنګ ځوان سميع سعادت، شفیع شریفي، پرويز کاوه، حامد صبوري او څو نورو ځوانانو هم د یوه یوه ماشوم د مالي مصارفو مسؤلیت پخپله غاړه اخيستی او ګڼ نور ځوانان هم پېدا شوي چې غواړي له لیک لوسته لرې افغان ماشومان په خپله مالي مرسته ښوونځي ته د تګ جوګه کړي. داسې ځوانان دې خدای ډېر کړي.
نننۍ تاندې څانګې رانغاړو. دا خپرونه پر فیسبوک پېدا کړئ او د خپرونې په اړه خپل نظرونه راته پرېږدئ.پته ده:http://facebook.com/tandysangy
او د نورګل شفق پردې برېښنالیک پته هم خپل نظر راسره شریکولی شئ: http://ShafaqN@rferl.org
جوړوونکی: نورګل شفق