د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲ وږی ۱۴۰۵ کابل ۰۶:۵۰

پرفعالو میرمنو ولې ډیرې حملې کیږي؟

له هغې ورځې نه چې په افغانستان کې د ښځو نهضتونه رامنځته شوي او په اصطلاح ښځو له کوره بهر، په سیاسي او ټولنیزو چارو کې د کارکولو اجازه ترلاسه کړې د ډیرو پرمختګونو ترڅنګ له یولړټولنیزو او دودیزو محدویتونو سره هم مخ وې.

زموږپه ټولنه کې میرمنې چې له کوره بهرکارکوي د کورنیوله محدویتونو نه نیولې ان کله کله په ټولنیزه کچه هم تر تهدید لاندې راځي چې کله کله د وهلو، ټپي کیدلو او د مرګ شاهدانې هم وي، په ځانګړې توګه په وروستیو دیارلسو کلونو کې سره له دې چې په هېواد کې د ډیرو میرمنو د پرمختګونو شاهدان یو، خو له جدي ستونزو سره هم مخ وې، ډیری میرمنې په دې جرم چې له کوره بهر یې کار کاوه، په سیاست کې دخیلې وې، یا یې نورو میرمنو ته د کار زمینه برابره وله ووژل شوې، ترتهدید لاندې راغلې او یا هم په کور کیناستې، د مثال په ډول د لغمان د ښځو چارو ریسانې حنیفه ساپۍ او ناجیه صدیقي، د ننګرهار د ولایتي شورا غړې انګیزه شینوارې، په کندهارکې د پولیسو افسره ملالۍ او په لسګونه میرمنې چې په سیاسي نظام کې یې ونډه لرله ووژل شوې.

جوړوونکې:مسعوده نیازۍ

هيله ده انتظار وکړئ
Embed

No media source currently available

0:00 0:12:15 0:00
مستقیم لېنک

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG