که د خالو لښکرې راغلې
زه به ګومل ته د خپل یار دیدن ته ځمه
مینوالو! تاسې به د قافلې او یا هم کاروان نوم حتمي اورېدلی وي، که چېرې مو په خپله نه وې لیدلي، نو د قافلې یادونه به مو حتمي له نیکونو اورېدلي وي، نن موږ غواړو د قافلو پر تاریخ او فلکوريک ارزښت وغږیږو، هیله مند یو چې تر پایه مو ملتیا وکړئ.
کله چې انسان په ځمکه موجود شوی او د ټولنیز نظام بنسټ یې ایښی، ورسره یوځای قافلوي سفرونه رامنځته شوي دي؛ دوی دغه سفرونه په دې خاطر په قافلوي شکل کول چې د نورو له شره خوندي وي.
سلګونه کاله پخوا به چې کله له یوې سیمې وبلې سیمې ته سوداګر د سوداګرۍ لپاره تلل؛ هغوی هم په قافلوي شکل سفر کاوه، تر څو په لاره کې له غلو او نورو راپېښېدونکو پېښو د ښه مخنیوي لپاره یو لوی قوت واوسي.
جوړوونکی: محبوب شاه محبوب